IQNA

د مالیزیا د قران د نړیوالو سیالیو د څلورشپیتم پړاو پیلیدل:-

5:43 - October 06, 2024
د خبر لمبر: 3489954
د مالیزیا د اسلامي چارو د پراختیا د ادارې د اعلان پراساس د دغه هیواد د قران د نړیوالو سیالیو څلورشپیتم پړاو پرون د تلې د میاشتې په څوارلسمه نیټه پیل شو.

ایکنا خبري اژانس په اینسټا ګرام اینټرنیټ پاڼه کښې د مالیزیا د اسلامي چارو د پراختیا د ادارې (JAKIM) د ادارې د پاڼې په قول وویل د مالیزیا د قران د نړیوالو سیالیو څلورشپیتم پړاو نن د قران کریم د  قرائت او د حفظ په دوو برخو کښې پرون پیل شو.
دغه سیالۍ بیګا د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په شتون سره د کوالا لامپور د نړیوال تجارت د مرکز د غونډو په هال کښې پیل شوه.
د قران کریم دغه سیالۍ د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له پینځمې نیټې څخه تر دولسمې نیټې پورې د سهار او د شپې په دوو نوبتونو کښې ترسره کیږي؛ د قران کریم د حفظ  د برخې سیالۍ به د سهار په  نوبت او د قرائت برخه به د شپې په وخت ترسره شي.
د روان هجري لمریز کال په غوايي میاشت کښې د مالیزیا د قران د نړیوالو سیالیو په څلورشپیتم پړاو کښې د ایران استازي د کمیټۍ او د خیریه چارو او د اوقافو د موسسې د قراني چارو د مرکز لخوا واستول شول او د قران کریم د حافظانو  او قاریانو بلنه هم اعلان شوه.
د مالیزیا د قران کریم د نړیوالو سیالیو څلورشپیتم پړاو د« قرائت تحقیق» د څانګې ګډون کونکو ته په بلنې سربیره چې هر کال د یوه سنت په توګه ترسره کیدل سږ کال د لومړي ځل لپاره د ټول قران کریم د حفظ  څانګې ته هم بلنه ورکړل شوي ده.
پر دې اساس د قرائت تحقیق په څانګه کښې حمید رضا نصیري، د ټول قران د حفظ په برخه کښې محمد رضا زاهدي د مالیزیا د قران کریم په نړیوالو سیالیو کښې  د ایران د اسلامي جمهوریت استازي دي.
د قران کریم دغه قاري او  حافظ  د قران کریم د عمومي سیالیو په شپږ څلویښتم پړاو کښې چې تیر کال د ایران په خراسان شمالي ولایت او بجنورد ښار کښې ترسره شو د ټول قران کریم د حفظ او د قرائت تحقیق د څانګو دوهم مقام ترلاسه کړ.
د ایران قاریان له مالیزیا هیواد وروسته په درې شپیتم پړاو کښې د دغو سیالیو تر ټولو زیات لومړي مقامونه ګټلي وو.
د مالیزیا د قران کریم په نړیوالو سیالیو کښې د لومړي مقام په ترلاسه کونکو ایراني  قاریانو کښې مرحوم محمد تقي مروت ، عباس سلیمي ، علي او مسعود سیاح ګرجي ، عباس امام جمعه ، منصور قصري زاده ، ابو القاسمي ، شهید منا محسن حاجي حسني کارګر  وغیره ته اشاره کولای شو.
د ایران اخري قاري چې په دغو سیالیو کښې یې لومړی مقام ترلاسه کړ په دیارلس سوه شپږنویم هجري لمریز کال کښې حامد علیزاده و.
د ایران قاریانو د څو لومړیو مقامونو په ترلاسه کولو سربیره څو ځله د اسلامي دنیا  د قران کریم په ترټولو زړو  سیالیو کښې دوهم ، دریم او څلورم مقامونو هم ګټلي دي.
تیر کال د دغو سیالیو په درې شپیتم پړاو کښې علیرضا بیژني له امین پویا سره یوځاې د دغو سیالیو د استونکو د لارښوونکي په توګه ټاکل شوی و او هغه دوهم مقام ګټلی و.

https://iqna.ir/fa/news/4240664

captcha