ایکنانیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دعمومي اړیکو د دفتر له قوله راپور راکړ، دغه څلور ورځنۍ پيښې له کلتوري میراث سره د ګروهمنو وګړو او مورخانو ،څیړاندو لپاره یو بډاي فرصت برابر کړی څو د تمدنونو په بڼه موندلو کې د خطي نسخو د رول په باب سره د نظر تبادله وکړي.
په دغه علمي سمینار کې، د ایران پشمول د مختلفو هیوادونو غوره شخصیّتونو ،استاذانو او څيړاندو د خطي نسخو او د لرغونو آثارو د مرمت په حوزې کې د خپلو وروستیو څیړنو ترټولو وروستي معلومات وړاندې کړل.همداراز د تخصصي زده کړې ورکشاپونه هم د خطي نسخو د ساتنې او حفاظت په زمینې کې د متخصصانو د مهارتونو او پوهې د لوړاوي په موخې سره ترسره شول.
په ارمنستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار محمد اسدي موحد هم په دغو دستورو کې شتون درلو او د ایران په نمایندګۍ ئې ددواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري ملګرتیاؤ په اهمیّت باندې ټينګار وکړ.
همداراز د ماتناداران میوزیم د ارزښتمنو او نفیسو خطي نسخو یو نندارتون هم ترسره شو چې دلیدونکو دخاصې توجه وړ ؤ.
په پرانیستونکو دستورو کې د هغو متخصصانو او څیړانو د هلوځو په باب نفیسې ډالۍ او میډالونو په ډالۍ کولو سره چې د خطي نسخو د حفظ او ساتنې په زمینې کې فعالیتونه کوي، ستاینه او قدرونه وشوه.
ددغه سمینار ترسره کیدا دایران او ارمنستان ترمینځ په کلتوري ملګرتیاؤ کې یو مهم ټکی ؤ او هیله ده چې د کلتوري میراث د حفاظت او ساتنې او دخطي نسخو په حوزې کې د مطالعاتو په پرمخ بیولو کې اغیزشیندونکی شي.
ماتانداران میوزیم چې د ارمني الف با د مخترح او ایجادونکي مسورب ماشتوتس په نامې سره نومول شوی دی، په نړۍ کې د خطي نسخو یوه ترټولو لویه او پخوانۍ خزانه شمیرل کیږی. دغه میوزیم چې په ۱۹۷۴کال کې تاسیس شوی، د ارمني ،فارسي ،یوناني او لاتیني پشمول په مختلفو ژبو باندې څه پاسه شپاړس زره خطي نسخې پکې ساتل کیږي.