ایکنانیوز د دیانیټ هبر له قوله راپور راکړ،د ترکیې د ۲۰۲۵ کال د قرآن کریم د ترټولو ښکلی تلاؤت؛په عنوان سره د سیالیو د ثبتولو مرحله چې له ۲۰۱۷ کال څخه د ترکیې د ټي آر ټي ټيلیویژني چینل او دیانت ادارې په ملګرتیا او د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت ترسره کیږي، پیل شوي دي.
د سیالیو د ترسره کونکو مسئولانو داعلامیې په اساس،دغه سیالۍ یوازې د ښاغلو په برخې کې ترسره کیږي او ګډون کونکي باید لږترلږه پنځلس کلن وي.
دغه سیالۍ دترکیې په داخل او بهر کې د قرآن دقاریانو لپاره آزادې دي او ګډون کونکي په شخصي توګه،دوه کسیز یا ډله ایز ډول د رمضانیه ټيلیویژني پروګرام لپاره نامې ثبت کړي.