لعن په لغت کې د خوار او ذلیل کولو، له غوسې او غضب څخه د لیریکولو او داخلاقو په علم کې دخدای تعالی له رحمته د یوه کس د لیریکیدا دغوښتې په معنا دی. کله انسان په یوه کس لعن طعن کوي، نو غواړي چې هغه د خدا وندمتعال له رحمت او مهربانۍ لیرې شي او ملعون هغه چا ته وئیل کیږي د خداي تعالی له رحمته لیرې وي.د خداي تعالی له خوا لعن به دې معنا دی چې څوک له خبل رحمته لیرې وساتي چې په آخرت کې دعذاب په شکل کې رابرسیره کیږي، خو نفرین دنورو لپاره له خدای تعالی څخه د هر دول شر او بدئ دغوښتې په معنا دی ،اوس که غوښته له رحمته د لیرې کیدا وي او که دبل ناخوښې غوښتې وي،په دې توګه نفرین د ؛ له لعنته ورآخوا ګڼل کیدلی شي،یعنی هر لعنت نفریت دی خو هر نفرین لعن نه دی .
د لعن اونفرین د رابرسیره کیدا ترټولو مهم عامل غوشه ده . کله چې به انسان کې دغوسې لمبې پورته کیږي، او د عقل له سلطې وځي ،نو له انسانه داسې ناخوښ او ځيږ اعمال ترسره کیږی چې په هغو کې لعن او نفرین یوه ډول دی. له رحمته د لیرېکیدا غوښته ، د مرګ او زر رابرسیره کیدونکي خطرو مخکې د ژوند په مرحلو کې ځوړتیا ده او دنورو لپاره دانسان دسرکشې غوسې ترټولو خوریدونکې اغیزه ده . کله هم د نورو لعن او نفرین د انسان د موقعیّت او مربتې سره د حسادت په وجه وي . حسد کونکی انسان دډې په ځاي چې د لوړو انساني مرتبو او مرحلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي، د خداي وند له درګاه د نورو نابودي اوځوړتیا غواړی او دهغه دنفرین لپاره خوله وازه کوي.
لعن د شرعې له لظره ناسمه او حرامه چاره ده . مګر هغو موردونو کې چې پخپله شریعت تجویز کړي وي چې د هغو ځیني موردونه په قرآن کې ذکر شوي دي. لکه چې د قرآن کریم د بقرې سورې په ۱۶۱ آیت کې راغلي دي ؛ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ»(البقره/161)؛ هغه کسان چې کافران دي ، او دکفر په حالت کې ومري ،نو د خداي ،فرښتو او دټولو خلکو ورباندې لعنت وي::::
پر مشرکانو باندې لعنت وي:::
بیا په الفتح سورې شپږم آیت کې هم فرمائي؛ «وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرً»(الفتح/6) ؛ او تر نفاق پالو ښځو او سړیو و مشرکو ښځو او سړیو ته چې په خداي باندې ئې بد ګمان کړی وي، سزا کړي؛ په دوي به بد وخت راشي او خدای پر دوي ناراضه وي او ورباندې لعنت کوي او ددوی لپاره ئې جهنم تیار کړی دی او (څومره) بد انجام دی::::
پر مرتدو کسانو لعنت؛ د آل عمران سورې په ۸۶ او ۸۷ آيتونو کې راغلی دي ؛كَيْفَ يَهْدِي اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين* أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ»(آل عمران/86-87) ؛ خداوند څرنګه،یو قوم چې له ایمان وروسته کافر شي هدیات کوي؟ سره له دې چې شهادت ورکوي او د هغوي لپاره روښانه دلیلونه راغلل او خداوند باغي قوم نه هدایتوي. د دوي سزا دا ده چې پر دوي دخداي ،فرښتو او دټولو خلکو لعنت وی::::
د مومن پر قاتل لعن؛ د نساء سورې په ۹۳ آیت کې هم راغلي دي ؛ وَ مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فيها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً»(نساء/93) ؛ او هرڅوک کوم مومن قصدا قتل کړي نو دهغه سزا جهنم دی.په هغه کې به تل ترتله پاتې وي او خداي پر هغه سخت ناراضه کیږي او ورباندې لعنت کوي او د هغه لپاره لوي عذاب برابروي.
https://iqna.ir/en/news/3490303