IQNA

د اوکراین د فټبال لوبغاړي د قرآن له لوستلو د ټولینزو فعالانو تود هرکلی(انځورونه)

6:22 - October 23, 2024
د خبر لمبر: 3490047
ایکنا – د اوکراین  د ؛شاختار دونتسک ؛ فټبال کلب   کې د تیونس یو لوبغاړي علاء غرام  په الوتکې کې د قرآن کریم تلاؤت کړی چې  په ټولنیزو چینلونو کې  ئې کارؤنکو تود هرکلی  کړی او ستاینه ئې کړې ده.

ایکنانیوز  د  bayan-gate،له قوله راپور راکړی، په فیس بوک کې د شاختار دونتسک  فټبال کلب  په رسمي پاڼې  ددغه ۲۲ کلن لوبغاړي  انځورونه خپره شوي دی  چې قرآن کریم لولي  او دغه انځورونه  د شاختار کلب د پاڼې د تعقیبونکو له پراخ  هرکلي سره مخ شوي دی او  لیدونکو ئې هم ریکارډ مات کړی دی او په لنډې مودې کې  څه دپاسه شل زره لایک کې ترلاسه کړي دي.

دغه انځورونو،علاء غرام، د اروپا د اتلانو په لیک کې د انګلستان له ارسنال سره د  لوبې لپاره لندن ته د شاختار ډونتسک د کلب د ټيم په سفر کې د قرآن کریم د لوستلو او تلاؤت کولو په وخت نندارې ته وړاندې کوي.

د علاء غرام انځورونو  هغه ته د ډيرو توجه  اړولې ده او د  تیونس ددغه لوبغاړي  معنوي روحیه او تمرکز ئې له آرسنال ټيم سره د شاختار له مهمې سیالۍ ډيره زیاته کړې ده .

علا غرام د تیونس د فټبال یو تخنیکي او مسلکي  لوبغاړی دی چې د اوکراین د فټبال په لیګ کې د شاختار دونتسک فټبال تیة او د تیونس په ملي ټیم کې لوبې کوي.

استقبال کاربران از قرآن‌خواندن بازیکن فوتبال اوکراین + عکس

استقبال کاربران از قرآن‌خواندن بازیکن فوتبال اوکراین + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4243707

captcha