IQNA

په مصر کې په قرآن او سنت کې د معجزو لومړنۍ نړیوال سمینارترسره کیږي

10:43 - October 24, 2024
د خبر لمبر: 3490054
ایکنا -  د مصر دعلمي معجزو  یا اعجاز د ټولنې په همت او د الازهر پوهنتون په ملګرتیا سره په قرآن اوسنت کې د عملي اعجاز  لومړنی  نړیوال سمینار جوړیږي.

ایکنانیوز د اجلریزه نیوز له قوله راپور راکوي،په قرآن اوسنت کې  دعملی معجزو لومړنی نړیوال سمینار د مصر د الازهر پوهنتون په ملګرتیا سره  د اکتوبر په ۲۶ او ۲۷ نیټه په مصر کې ترسره  کیږي.

دغه سمینار د مصر او نهو عربو او اسلامی هیوادونو د څيړاندو او متفکرانو د یوې ډلې په مشارکت سره ددغه پوهنتون د کنفرانس په هال کې ترسره کیږي.

په دغه نړیوال سمینار کې  د مصر دالازهر د مرستیال محمد الدویني، دمصر د مفتي ، نظیر عیاض او د علمی  معجرو د ټولنې افتخاري مشر عبدالله المصلح پشمول  علمي اومذهبی شخصیّتونه  ګډون کوي.

 په دغه سمینار کې  به شپږ علمي ناستې وي  چې په دوو ورځو کې ترسره کیږي او په هغو کې په هغو  ۲۱  څيړنیزو مقالو چې  په قرآن او سنت کې  د عملي معجزو  مختلفو اړخونو ته پوښښ ورکوي  بحث او ارزونې کیږي.

د مصر د علمي  معجزو د ټولنې  او ددغه سمینار مشر  علی فواد مخیمر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، وړاندې شوي څيړنې په معتبرو علمي شواهدو سره په قرآن او سنت کې  د علمی معجزو پر تائيد متمرکزې دي.دغه سمینار په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې مادي علم په یوه اصلي اوزار بدل شوی دی چې دغه چاره د ورځې په ژبه د علمي معجزو د سپړنې اهمیّت لاپیاوړی کوي.

مخمیر دغه راز ټينګار کړی چې علمي معجزې په اوسمهال ساینس او ټيکنالوجۍ کې ډير زیات اهمیّت پیدا کوي او له دغو موضوعګانو سره دلچسپی لرونکو ځوانانو ته د باؤري علمي ځوابونو د وړاندې کولو لپاره د متفکرانو مسئولیّت زیاتوي.هغه  همداراز په مختلفو پړاؤنو کې د علمي معجزو په اعتبار د یوه شاهد په توګه  په قرآن او سنت کې د عملي معجزو د رابرسیره کولواو روښانه کولو په ضرورت ټینګار وکړ. 

https://iqna.ir/fa/news/4243950

captcha