IQNA

د صهیونیسټي رژیم له یرغل سره د ایران د هوافضادفاعی سسټم جنانه مقابله

11:24 - October 26, 2024
د خبر لمبر: 3490059
ایکنا - د صهیونیسټ رژیم جنایتکار او تیریګر پوځ نن سهار وختي د ایران وعده صادق ۲ بریالیو عملریاتو په ځواب کې په تهران،خوزستان، او ایلام ولایتونو کې پر ځیو پوځي برخو حملې کړي دي ،خو د ایران د اسلامي جمهوریت د هوافضا دفاعی سسټمونو میړانه او قدرتمنه مقابله وکړه او دغه حملې ئې شنډې کړې.

ایکنانیوز د پارس ټودې له قوله راپور  را کړ،د ایران د دافع هوا اډې د عامه اړیکو په خبرپاڼه کښې راغلي دي: له هر ډول بلاغواړي اقدامه د ډډه کولو په هکله جنایتکار او غیرقانوني صهیونیسټي رژيم ته د ایران د اسلاکي جمهوریت د تیر خبرداریو سره سره، دغه جعلي رژيم تیره شپه په یو شخړه جوړونکي اقدام کښې په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي سیمو بریدونه وکړل.

په دې بیانیې کښې راغلي دي: د ایران دافع هوا سیسټم وتوانیده چې د صهیونیسټي رژيم له دغه تیري ګر اقدام سره بریمنه مقابله وکړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، ځینو سیمو ته محدود تاوان رسیدلی او د پيښې د اړخونو جاج اخیستل کیږي.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153584  

captcha