IQNA

په نجف اشرف کې د قاریانو د مهارت د ودې لپاره اونیز قرآني محفلونه ترسره کیږي.(انځورونه)

11:19 - November 02, 2024
د خبر لمبر: 3490093
ایکنا – په کربلا  کې دعباسي آستان علمی ټولګې په نجف اشرف کې د قرآن کریم د تلاؤت په فنونو کې د قاریانو د تیارولو په خاطر د قرآن کریم اونیزو غونډو ترسره کیدا پیل کړې ده.

ایکنا - دعباسی آستان د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړی، د زده کړې دغه قرآني غونډې د عباسی آستان له علمی کمپلیکس سره اړنده د نجف اشرف د قرآن  کریم د چارو د  موسیسې ترنظر لاندې ترسره کیږي.

د نجف اشرف د قرآن کریم موسیسې د قرائت د یونټ یوه مسئول علی الزبیدي په دې باب وائي؛ دغه قرآنی غونډې د قرآڼ کریم د څو ايتونو په تلاؤ سره  پیلیږی او ګډون کونکو قاریانو ته دا فرصت ورکول کیږی چې د حاضرانو په مقابل کې د قرآن  کریم  قرآئت وړاندې کوي او به غونډې کې د څارونکي استاد شیخ مهدی قلندر له خوا د قرائت،وقف او ابتدا او غږ او لهجې د احکامو په باب  ارزونې کوي.

 هغه زیاته کړې ده؛ په لومړنۍ ناستې کې یوه برخه د ؛قاری څوک دی؟ په نامې سره ترسره شوې او په دغې غونډې کې درې قاریان معرفي شوي دي. یوه بله برخه هم د ؛غوږ شه ؛ په عنوان سره جوړه  شوې ده چې د اسلامی نړۍ د یوه ممتاز قاري  قرائت ته مخصوصه ده.

الزبیدي  دوام ورکړی ، لومړنۍ غونډه چې  په نجف اشرف کې د قرآڼ کریم  دموسیسې په مرکز کې  ترسره شوې،د قرآني سیالیو په ترسره کیدا سره چې مختلف قرآنی، اخلاقي،فقهي او عقیدتي پوښتنې پکې شاملې وې پاي ته رسیدلې او دغه راز به نوره غونډې هم همدغه شان دوام ولري.

 

https://iqna.ir/fa/news/4245563

captcha