IQNA

د چیچنیا دمسلمانانو دیني ادارې د حجاب یا ستر اجباری کیدا دروغ وبلله

14:39 - November 04, 2024
د خبر لمبر: 3490108
ایکنا- د روسیې دچیچنیا جمهوریت د مسلمانانو  ادارې په یوې اعلامیې کې په دغه هیواد کې د حجاب پوښښ د اجباری کیدا په باب جعلی خبرونه دروغ  او چټي وبلل.

ایکنانیوز د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د چیچنیا د مسلمانانو دینی ادارې  په یوې اعلامیې کې چې پخپل ټلیګرام چینل کې ئې خپره کړې ده راغلي دي،په چیچنیا جمهوریت کې د ستر یا حجاب د پوښښ داجیاري کیدا په باب په ټولنیزو چینلونو کې ځيني جعلي خبرونه خپرۀ شوي دي چې  دغه اطلاعات ناسم دي.

په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی دی، مونږ له خلکو غواړو ،چېدروغ او جعلی خبرونه دې نه خپروي او  د ناباؤره  سرچینو له خوا په خپرو شوو  خبرونو دې باؤر او اعتماد نه کوي.

دچیچنیا  دمسلمانانو دینی ادارط  ددې  خبرې په کولو سره چې  هر مسلمان باید  پوهه شي چې دروغ یوه لویه ګناه ده  اوطبیعتا  د منافق یوه نښه ده ، دوام ورکړی، خداوندمتعال  مونږ له جعلي او دروغجنو  خبرونو له خپرولو منع کړي یوو او په قرآن کریم کط  فرمائيل شوي دي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ»:   ائ هغو کسانو چې  ایمان مو راوړی دی، که کوم فاسق د تاسو لپاره کوم خبر راوړي نو ارزونه ئې وکړئ  اسې نه چې  په ناپوهۍ سره  یوې ډلې ته تاوان ورسوئ  او (وروسته) په هغه څه چې مو کړي دي، پښمانه شئ( الحجرات -۶):

ددغې اعلامیې په پاي کې راغلي دي،  پر هر مسلمان واجبه ده چې هر ډول اطلاعات چې  په ټولنیزو چینلونو کې خپریږي،لومړۍ دې ئې و ارزوي ،څو  ځان او نور  له کومې لوئې ګناه کولو خوندي وساتي.

اداره دینی مسلمانان چچن اجباری بودن حجاب را تکذیب کرد

https://iqna.ir/fa/news/4246252

captcha