
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې د طوري او د بنګش قومونو په لسګونو زره وګړو نن له تیرې څه د پاسه یوې میاشتې راهسې د ټل پاره چنار سترې لارې د بندیدا او په لاره کښې د دوې په ګاډو او کاروانونو باندې د کوزې کورمې د صدې ، بګن او چارخیلو سیمو کې د وسله والو ترهګرو لخوا د حملو او د ناامنۍ او د غه راز د حکومتی او پوځي ادارو او چارواکو د لټیو پرضد نن سهار لس بجی خپل ستر لاریون له مرکز پاره چناره پیل کړی او د صدې بالشخیلو په لور پلې په سړک روان دی او سمیر سیمې ته په رسیدا دی چې تراوسه پکښې په نورو لسګونو زرو کسانو هم ګډون کړی دی.
دغه لاریون نن د پاکستان د سهار په لس بجې د کرمې ضلعې له مرکز پاره چنار څخه پیل شوی او تر صدې سیمې پورې به لاړ شي.
له تیرو څه د پاسه اوویشت ورځو راهسې د ټل پاره چنار لاره د طوري او د بنګش قوم پرمخ تړل شوي ده چې له کبله یې په شیعه میشته سیمو کښې د خوراکي شیانو، درملو او د پیټرولو او د تیلو سخت کمښت راغلی دی.
ډیرې مریضان پیښور ته د نه وړل کیدا او د درملو د نشتون په خاطر مړه شوي هم دي.
د پاکستان د کورمې ضلعې د طوري او بنګش قومونو مشرانو جلال حسین بنګش ، عنایت حسین طوري او علامه تجمل حسین اعتراض کونکو ته په وینا کښې وویل چې له تیرو څو کلونو راهسې د ترهګرو پیښو او بار بار د ټل پاره چنار لارې له بندیدا څخه تنګ شوي یوو او په لکونو خلک په کرمې کښې کلابند شوي دي او حکومت او پوځ د خلکو هیڅ خبرې ته غوږ نه اچوي او مونږ اوس مجبوره یوو چې نن د خپلو کورنیو او د خپلې خاورې د ساتلو او د سولې او ثبات لپاره ددرستې کورمې د مشرانو ،کشرانو ،خوانانو او ماشومانو په ګډون ستر لاریون وکړو.
د ویلوده چې له تیرو کلونو راهسې د پاکستان د کرمې ضلعې د سني میشته سیمو ځينو پيّلو خلکو او ټروریسټانو د طوري او د بنګش قومونو په غړیو باندې حملو سره په سلګونو کسان وژلي دي.
څو ورځې مخکې هم ترهګرو د پاره چنار سیمې یو کس وهاب علي چې له اوو کلونو مسافرۍ وروسته له قطر څخه خپل کور ته روان ؤ،د کوزې کورمې چارخیلو ته نږدې چې نن سبا د تکفیری ترهه ګرو اوشرغواړو په یوه مرکز بدل شوی دی، په ډډ کمر سیمې کې ترهګرو په حملې کښې له یوه ډراییور سره یوځاې ووژاه او یوه ښځه یې ژوبله هم کړه.
ځینو سرچینو داهم وئيلي دي ،چې ددغو مسافرانو له ګاډو سره یو ځاي له ټل څخه د کورمې ضلعې د ډپټي کمیشنر ګاډی او دغه راز د پوځ دوې ډاټسنې هم روانې وې خو د پيښې په وخت دوي هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او دغه مظلوم مسافران ئې د ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلي دي چې وحشي ډوله جنایتکارو تکفیریانو حتی د پښتنو پر ناموس هم رحم ونه کړ.