ایکنانیوز دالجریده له قوله راپور راکړ، د کویت د اوقافو او اسلامی چارو وزارت ددغه هیواد د امیر شیخ مشعل احمد په څارنې سره د ۲۰۲۴ کال د کویت د جایزې د قرآن د حفظ ، قرائت او تجوید د سیالیو دریالسم پړاؤ د ترسره کیدا خبر ورکړ.
ددغو سیالیو د اجرائي کمیټې مشر بندر النصافي د سیالیو په باب په مطبوعاتی کنفرانس کې ووئيل؛ دغه سیالۍله قرآن اوقرآني تعلیماتو څخه د کویت د دایمي ملاتړ په لړ کې ترسره کیږي او د ملتونو ترمینځ د قرآن کریم دځائيګي د پیاوړتیا او د اسلام په خدمت کې ددغه هیواد ثابت کړچار نندارې ته وړاندې کوي.
هغه پخپلو څرګندونو کې ووئيل،د کویت دقرآن جایزه په ۲۰۱۰کال کې له هماغه پيل راهس ط د قرآڼ کریم په حفظ ،تلاؤت او تجوید کې سیالیو ته د نړۍ له ګوټ ګوټه د ځوان نسل د هڅولو لوړ رسالت په ایجنډا کې لري.
النصافي روښانه کړې ده،دغه سیالۍ په پنځو څانګو کې ترسره کیږي، چې پکې د ټول قرآن حفظ، دعشر په قرائتونو، تلاؤت او ترتیل سره د قرآن حفظ،د ماشومانو د قرآن حفظ او د قرآن دخدمت په زمینې کې دتر ټولو ښې تخنیکي پروژې څانګې پکې شاملې دي.
هغه ووئيل، د د سیالیو قاضیان او ګډون کونکي به له ۸۵ هیوادونو څخه وي او تراوسه پورې د ګډون کونکو شمیر ۱۲۷ کسانو ته رسیدلی دی چې په هغو کې ۷۵ کسان د حفظ په څانګې کې، د عشر په قرائتونو کې ۱۶ کسان، پّ تلاؤت او ترتیل کې ۱۳ کسان او د ماشومانو حافظانو په څانګې کې ۲۳ کسان به په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
د کویت د جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو ددیارلسم پړاؤ د اجرائي کمیټې مشر په پاي کې ووئيل، د سیالیو ترڅنګ به د حفظ د رودو د پراختیا د مرحلو او د قرآن کریم د حفظ د رودو او مکاتبو د رودو د نمایش په موخې سره د ؛ ولولئ هغه شان چې مو یاد کړي دي؛ په شعار سره ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4247117/