ایکنانیوز د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې اتحادئې د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له قوله راپور ورکړی،د مسلمانانو دعالمانو د نړیوالې اتحادئې عمومي منشی شیخ علی محمد الصلابی په غې تړانګې کې د بې قید او شرطه او فوري اور بند د پردریدا مشتمل د امنیت شورا دپریکړه لیک د شنډولو لپاره د ویټو له حقه د امریکا استفاده په سخته محکومه کړه.
هغه په یوې وینا کې روښانه کړه،د امریکا دغه موضوع په ویجاړیدونکي جنګ کې د دغه هیواد د واقعي ګډون ښونه کوي،چې څه دپاسه یو کال کیږي،د فلسطین مظلوم ولس سره لاس اوګریوان شوی دی.
د مسلمانانو دعالمانو د نړیوالې اتحادئې عمومی منشي همداراز د نړۍ له پتمنو ولسونو وغوښتل څو دهغه جنګ ددریدا لپاره چې غزې تړانګه ئې په یوې لوئې کنډوالې بدله کړې ده سره متحد شي.
الصلابی زیاته کړې د امریکا حکومت هغه که اوسمهاله وي او که په راتلونکي کې باید د فلسطین د مظلوم ولس په ضد دصهیونیسټي رژيم د تیریو په وړاندې پخپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.هغه دامریکا پر حکومت غږ وکړ،څو د ملګروملتو د عدالت او کنونشنونو له هغو اصولو سره غږملتیا وکړي چې د خپل خپلواکه هیواد جوړیدا او د خپلواکۍ دترلاسه کولو تروخت پورې د نیواکګرۍ په وړانډې د مقاومت لپاره د فلسطین د ولس حق تصمینوي.
https://iqna.ir/fa/news/4249771