IQNA

یوې نابینا فلسطینۍ میرمنې په ۵ ساعتونو کې ټول قرآن تلاؤت کړ(فیلم)

15:06 - December 01, 2024
د خبر لمبر: 3490240
ایکنا – د فلسطین یوې نابینه جینۍ ملاک حمیدان په یوۀ بې مخینې  ریکارډ جوړولو سره د تلاؤت په یوې جلسې کې د ټول قرآن کریم تلاؤت پاي ته ورساوۀ.

 ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ میرمن ملاک حمیدان په فلسطین کې د قلقیلیه ولایت په جنوب کې له حبله ښاره یوه ۲۴ کلنه نابینا حافظه او پیغله جینۍ ده  چې د ټول قرآن کریم تلاؤت  ئې په یوې پنځه ساعته جلسې کې پاي ته ورساوۀ.

 هغه لومړنۍ محصیله ده چې د قرآن کریم په ۴۱ حافظانو کې د ټول قرآن کریم د تلاؤت په ختمولو کې بریالۍ شوي او په دې زمینې کې ئې ریکارډ  جوړ کړی دی.

میرمن ملاک حمیدان  چې نابینا هم ده،او د قرآن په حفظ کولو کې بریالۍ شوې ده،الجزیره ته ووئيل،ما په پنځو ساعتونو کې د قرآن کریم د تلاؤت په ختمولو سره، لویه بریا ثبت کړې او په دې کار کې  د قرآن د هرې یوې جزوې  ختم له نهو تر دولسو دقیقو پورې وخت واخست.

هغې زیاته کړې ده ،  هیڅ یوه کلمه  د هغې شیبې په باب زما احساس چې  د قرآن تلاؤت مو ختم کړ، نه شم بیانولی او  هغه مهال چې ۲۵سپارې ته ورسیدم ، نو نور مو په  هغو اوښکو سره  چې زما په مخ راخورې وې،،پاي ته ورسوۀ وا باؤر مو نه کید چې دغه شان کار به ترسره کړم. دغې فلسطینۍ پیغلې  د قرآن کریم د حفظ په وړاندې د چیلنجونو او مشکلاتو په باب  هم ووئيل؛  په ډاګه وایم  هیڅ سختي مو نه ده احساس کړې، خداي تعالی سختیانې د ما په وړاندې آسانې کړې او په تیرو کلونو کې  ورځ تر بلې  راباندې دخداي   مهرباني او لطف راډالۍ شو او ما ټول قرآن حفظ کړ.

دمیلاک  مورپلار  ملاتړونه او هڅول او پر نه تسلیمیدا باندې د دوي ټينګار، په دغه بریالیتوب کې ډيرې اغیزې شیندلی  دي.هغې په دې باب ووئيل؛ هرځل چې ستړې کیدم او شاتګ مو کاوۀ او د قرآن په حفظ کې مو لټي کوله،نو پلار راسره خبرې کولې او زه ئې قانع کولم چې د حفظ پریښودل  یا ځنډول کومه ګټه نه لری  او باید  خپلې لارې ته دوام ورکړم. زما مور او پلار  په دغې لارې کې د زما په نسبت ډیر ه مهرباني او زیار ګاللی دی.

 هغې  هغو کسانو ته په خطاب کې چې د قرآن د حفظ لپاره هڅه کوي،  البته  دغه کار د هغو لپاره سخت دی، ووئیل،زه همیشه هغو انجونو ته چې له قران کریم څخه د ډيرو آیتونو د حفظ جوګه نه دي، وایم  چې په هره ورځ کې د یوه آیت د یادولو له  رودې پیروي وکړي،نن یو آیت حفظ کړي او بله ورځ د بل آ یت یادول ورزیات کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4251549    

captcha