IQNA

دحضرت فاطمةالزهرا(س) د ویر او ماتم دستورې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره ترسره شوې

5:46 - December 04, 2024
د خبر لمبر: 3490257
ایکنا - دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت د شپو ورځو په مناسبت په امام خمینی امامباړې کې ویناوالو په ډاګه کړه ،حضرت فاطمةالزهرا(س)د نبوی مکتب  او د اسلام د دین د تحریف خنډ شوه.

 

د حضرت فاطمة الزهرا  سلام ا... علیها د شهادت دشپو ورځو په مناسبت  د ویر او ماتم د دوهمې شپې دستورې  په امام خمینی  حسینیې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  او د اهل بیت علیهم السلام د  سلګونو مینه والو په شتون سره  ترسره شوې.

زمونږخبریال راپور راکوي، په  دغو دستورو کې حجةالاسلام  علی علیزاده  پخپلې وینا کې د آیتونو اوروایتونو په استناد سره  حضرت فاطمةالزهرا(س) د عصمت او طهارت د کورنۍ چورلیز وباله او وې وئیل،  حضرت صدیقةالکبری (س) پخپل وخت کې د هغو یرغلونو په مقابل کې چې  دپیغمبر اکرم(ص) او حضرت امام علی (ع) په  نسبت کیدل ، ودریده  او د اسلام د دین او نبوي مکتب  د تحریف خنډ شوه.

 په دغو دستورو کې  میثم مطیعی  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها  په ویر او غم  کې مرثیې   او ویرنې ووئیلې او ګډون کونکو هم  ماتم وکړ.

 

https://iqna.ir/fa/news/4252103/

captcha