
ایکنانیوز راپور راکړی،د پاکستان د ملی یکجهتي کونسل عمومی منشي او ددغه هیواد دجماعت اسلامی مرستیال مشر لیاقت بلوچ په اسلام اباد کې د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې پاراچنار سیمې کې د له ترهه ګرو حملو سره د مقابلې په خاطر په یوه سمینار کې پخپلې وینا کې په پاراچنار کې د دوامدارو ناآمنیو او بې ثباتیو باندې ژوره اندیښنه وښودله او زیاته ئې کړه. د پاراچنار خلک د سولې غوښتونکي دي او د جنګ جګړو په بشبړ ختمیدا ټينګار کوي.
په دغه سمینار کې چې د د پاکستان د مختلفو مذهبونو او مکتبونو د ټولو مشرانو په شتون سره ترسره شو ، د پاراچنار د خلکو د سفر د امنیت او عزت او مال او ځان پر حفاظت ټينګار وشو او ددې چارې اصلي مسئولیّت ئې د حکومت په غاړه وبلل شو.
ویناوالو پخپلو څرګندونو کې ووئيل،اوسنی وضعیّت خلک له ناامنیو او بې ثباتیو احساسولو سره مخ کړي دي .حکومت باید فورا اور بند اجرا کړي، وسلو منتقلول ودروي او د سولې د ټينګیدا لپاره ددواړو لورو ترمینځ ملګرتیا تضمین کړي.
همداراز په دغه سمینار کې د سیمه ایزو شخړو د حل لپاره دجرګو په اهمیّت هم ټينګار وشو. فیډرلي او صوبائي حکومتونه باید د جرګو د فیصلو احترام وکړي او بشپړ اجرا ئې تضمین کړي.د منع شوو تنظمینو او ډلو ټپلو او ترهه ګرو عناصرو په ضد دې له توپیر پرته اغیزشیندونکي اقدامات ترسره شي.په پاراچنار کې د دوامدارو ناکراریو په دلیل ځوان نسل له زده کړې او کارروزګاره محروم پاتې شوی دی.
په دغه کنفرانس کې له فیډرلي اوصوبائي حکوتونو وغوښتل شول چې د سیمې لپاره د ځانګړي ترقۍ پيکیج اعلان کړي او د یوې جامعې امینتی طرحې له لارې دې د خلکو حفاظت او ساتل تضمین کړي.

حکومت باید د پاراچنار سیمې د مځکو د شخړو د حل لپآره د مالکیّت د سندونو(ریوینی یا کاغذات مال )په اساس اقدام وکړي څو ددغې سیمې د خلکو اعتماد بیرته وګرځي،سوله ټينګه شی او د سیمې د پراختیا خوبونه پوره شي.
په دغې ناستې کې دغه راز روښانه شوه څو دملی یکجهتي کونسل دمرکزي شورا یو پلاوي ډیر له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي او د سیمې د مسئلو اوشخړو د حل لپاره جامع پروګرام او سپارښتنې وړاندې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4252445