IQNA

د حضرت زهرا(س)پر ژوند یو نظر/۲

له واده وروسته د حضرت فاطمةالزهرا(س) ژوند

11:00 - December 09, 2024
د خبر لمبر: 3490280
 ایکناـ د پیغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته څو کسانو د هغه بزرګوار له لور سره د واده کولو غوښته کوله؛ خو په دې مینځو میان کې حضرت علی علیه السلام  له هغې سره واده وکړ.د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها او د امیر المومنین (ع) د ژوند په لومړني پړاؤ کې  له ډيرو زیاتو اقتصادي شرائطو سره لاس او ګریوان وو، خو دوي هیڅکله هم په موجوده وضعیّت اعتراض نه کاوه.

مدینې منورې ته له مکې څخه د پیغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته، حضرت عمر،حضرت ابوبکر ،عبدالرحمن بن عوف او څو نورو کسانو له فاطمة الزهرا سره واده کول غوښتل. په دې مینځو میان کې حضرت علی علیه السلام  هم له پیغمبر اکرم (ص) سره د کورني ارتباط په سبب  او د فاطمه د اخلاقي ځانګړنو په سبب ، له هغې بزرګوارې سره د واده کولو لپاهر ډيره لیوالتیا درلوده؛ خو  د مورّخانو په ونیا،  ځان ته ئې اجازت نه شو ورکولی څود پيغمبر اکرم له لوره خواستګاري وکړي. سعد بن معاذ دا موضوع پیغمبر اکرم ته منتقله کړعه او  پيغمبر بزرګوار  د حضرت علی علیه السلام له خواستګارۍ سره  پخلا شو. امام علی علیه السلام  د نورو مهاجرو په څیر،له هجرت وروسته په لومړنیو میاشتو کې له ډیر زیاتو  اوسختو اقتصادي  مشکلاتو سره مخ ؤ. له دې امله ئې  د پيغمبر اکرم په سپارښتنې سره ، خپله زغره  خرڅه کړه ( یا ئې اجاره چا ته ورکړه) او هغه پيسې ئې د فاطمه  مهر  وګرځوه. د امام علی او حضرت فاطمه  د واده دستورې  په پیغمبر جومات کې  د مسلمانانو په شتون سره ترسره شوې.

د حضرت فاطمةالزهرا او حضرت علی علیهم السلام  دژوند لومړنی پړاؤ  له ډيرو سختو اقتصادي  شرائطو سره  یو ځاي ؤ تر دې چې په ځينو وختونو کې ئې په مړه خیټه  د خپلو بچیانو د مړَولو لپاره  څه نه درلودل. له دغو سختو شرائطو سره سره ،البته  حضرت فاطمه سلام الله علیها  په موجوده حالاتو هیڅ اعتراض  نه کاوه ااو  دمعاش په تامینولو کې ېئ له خپل خاوند سره د مرستې لپاره کله کله  وړئ اوبدلې . فاطمة  الزهرا(س) د پیغمبر اکرم (ص) په سپارښتنې سره  ګروهنه درلوده د کور دننه کارونه پخپله ترسره کړي  او له کوره  بهر چارې حضرت علی علیه السلام ته وسپاري.هغه مهال چې حضرت فضه  ئې د نوکرې په توګه د هغې کور ته  ولیږله ،نو د کور نیم کارونه به ئې پخپله ترسره کول او نیم نور به ئې فضه ته سپارل.

حضرت امام علی(ع) د حضرت فاطمه ډير احترام او قدر کاوه.له حضرت علی علیه السلام څخه په یوه روایت کې راغلي دي، چې هغه فرمائيلي دي؛ نه ما هیڅکله هم فاطمه غوسه کړې  او نه هم فاطمه هیڅکله زه غوسه کړی یم. د اهل تشیّع او اهل تسنن سرچینې هم په دې اند دي چې حسن،حسین، زینب او ام کلثوم  د فاطمه اوعلی څلور بچیان دي.په شیعه سرچینو او د اهل تسنن په ځینو سرچینو کې هم راغلی دی،چې حسن،حسین،زینب او ام کلثوم د فاطمه او علی بچیان دي.په ځینو شیعه او په خینو سني سرچینو کې د دوی بزرګوارانو  لپاره د یوه بل بچي نامه هم ښودل شوې ده چې د هغې پیښې له امله چې له پیغمبر(ص)وروسته  پر فاطمه وارد شوي وو سقط شوی ؤ.  د هغه نامه محسِن یا مُحّسن ذکر شوې ده.

حضرت فاطمه(س) ډيرسیالسی دریځ نیونې او اجتماعي فعالیتونه درلودل.مدینې ته هجرت،په احد غزا کې  د پیغمبر درملنه، په اُحُد جنګ کې د پیمبر اکرم ترور(عمه) او د سید الشهدا حمزه له خور صفیّه سره یوځای د حضرت حمزه  د جنازې ترڅنګ شتون، په خندق غز کې د پیغمبر لپاره د خوراکي موادو رسول  او د مکې په فتحې کې دهغه بزرګوار تر څنګ  شتون، د پیغمبر اکرم(ص) له رحلت مخکې د هغې بزرګوارې  فعالیتونه  دي.

https://iqna.ir/en/news/3490962

captcha