ایکنانیوز له آذربایجان شرقي څخه راپور ارکاړی، ددغو سیالیو د میرمنو د برخې د ټول قرآن د حفظ ، د شلو سپارو د حفظ د قرائت او د ترتیل د قرآیت د برخو پایزې دستورې د تبریز په عیدګاه کې د نړیوال قاري مهدي غلام نژاد په تلاؤت سره پرون ترسره شوې.
ددغودستورو په پیل کې د سیالیو ددغه پړاؤ د میرمنو د کمیټې مدیرې مریم کاظمي پخپلې وینا کې د دواړو جهانونو د بانو حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها یاد او د اسلامی انقلاب،د مقدسې دفاع د اتو کلونو دپؤاؤ اود مقاومت،امنیت او سلامتیا د شهیدانو یاد او خاطرو درنښت وکړ او وې وئيل؛ ددغونسیالیو دمیرمنو په برخې کې د قرائت ، ترتیل ، ټول قرآن د حفظ او د شلو سپارو د حفظ په څانګو کې۹۶ میرمنو سره سیالۍ وکړې او په اوو ډلو کې ډله ایز قرائت کونکو ۴۷ کسانو پکې ګډون درلود. په وروستیو شپو ورځو کې د محراب او د عاشوراوالو شهیدانو په ښآر کې ددغې لوي کلتوري پيښې کوربه وو.
د قرآڼ د عمومی سیالیو د اوه څلویښټ پړاؤ د میرمنو د کمیټې مدیرې د ښاغلو د سیالیو تر پاي پورې په جوماتونو ،مدرسو او ادارو کې د قرآنی محفلونو ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل؛ د سیالیو د میرمنو کمیټې له تیرو دوو میاشتو مخکې راهسې د متخصصو او تجروبهلرونکو میرمنو غړو سره د مختلفو ډلو په چوکات کې خپل فعالیت پیل کړی ؤ.
ددغه راپور په اساس،د میرمنو د حفظ او قرائت په څانګو کې د غوره کسانو نامې هم اعلان شو ې.
د ښاغلو د برخې په سیالیو کې هم له ننه یعني د لیندۍ د میاشتې له شملې نیټې پرانیستونکي دستورې لس بجې د دیني نغمو او سرودونو د برخې په سیالیو سره پیلیږي او د لیندۍ د میاشتې تر ۲۹پورې دو ام لري.