IQNA

له اسلام ضده بهیر سره د مقابلې له سټراټژۍ سره د خپلې کرکیجنې څيرې د ښه کولو لپاره د بایډن هڅه

15:37 - December 14, 2024
د خبر لمبر: 3490308
ایکنا – د امریکا ولسمشر جوزف بایډن چې د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو شپو ورځو کې ژوند کوي،په مسلمانانو کې د خپلې کرکیجنې څيرې د ښه کولو لپاره له اسلام ضده بهیر سره د ملی مقابلې د سټراټژۍ د رامینځةکولو خبر ورکړ.

 

 

ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور ورکړی،سپينې ماڼۍ د لیندۍ په ۲۲ نیټه مدعي شوې چې له اسلام ضده بهیر سره د مقابلې لپاره یوپلان پیل شوی دی چې موخه ئې په امریکا کې د عربو او مسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو کمیدا ده.

د سپينې ماڼۍ د اعلامیې په اساس،وئيل شوي دي چې له اسلام ضده بهیر سره د مقابلې د ملی سټراټژۍ پلان برابر شوی دی اود امریکا مسئولان باید د عرب توکمه امریکایانو او مسلمانانو په ضد له تاؤتریخوالي، تعصباتو او توپیرونو سره  دمقابلې لپاره څه دپاسه سل اقدامات ترسره کړي.

جوبایډن چې په سپينې ماڼۍ کې په مسلمانانو او عربانو کې د خپلې کرکیجنې څيرې د ښه کولو لپاره په هڅې پسې دی،په دغه سند کې دې ته په اشارې سره چې هغه سیاستونه چې د ټولو تولنو په ضد دتوپیر سبب کیږي، یوه تیروتنه ده او د مونږ د امنیت محافظت نه کوي. مسلمانان او عربان د ټولو امریکایانو ترڅنګ له ټولو حقوقو څخه دبرخمنیدا  او شرافت سره د ژوند تیرولو حق لري.::

دغه پلان له یهودیت ضده  بهیر سره د مقابلې لپاره  دیوه بل ملي پلان په څير دی چې جوبایډن  د ۲۰۲۳کال په مئ میاشت کې افتتاح کړی دی.

 له اسلام ضده بهیر سره د مقابلې پلان په داسې حال کې اعمال شوی چې د کارپيژاندو په اند، دامریکائي حکومت سیاستونه په درستې نړۍ کې له اسلام ضده بهیر په دودوولو کې ترټولو زیات رول درلودلی دی.

د یادولو ده چې د امریکا او سنی ولسمشر جوزف بایډن د غزې تړانګې او لبنان د بې دفاع خلکو په عامې وژلې او نسل وژنې کې د وحشي صهیونیسټي غاصب رژيم  د هراړخیز ملاتړ په دلیل نن سبا په عربو او مسلمانانو کې ډير زیات کرکیجن شوی دی او داسې ښکاري ،د هغه دغه اقدام   له سپيڼې ماڼۍ  پریښودو څخه مخکې ددغې کرکیجنې څيرې د ښه کولو لپآره  یوازې یو  چلول وي.

https://iqna.ir/fa/news/4253900

captcha