IQNA

له قرآني مفاهیمو سره د ماشومانو  د ارتباط لپاره له غوره او ښو رودو استفاده

10:55 - December 19, 2024
د خبر لمبر: 3490332
ایکنا – د قرآڼ دعمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاړ د نهائي مرحلې د ترتیل د برخې  ګډون کونکی سید صادق کاظمي  په دې خبرې په ټينګار سره چې باید له قرآني مفاهیمو سره د ماشوماانو او هلکانو  داغیزشیندوني ارتباط ټينګونې  په فر کې شو ،ووئيل؛ په دې چارې کې باید له خلاقیّت او د ځوانانو له چاپيریال سره  له سمون خوړونکو  رودو استفاده وکړو.

د ایران د تبریز د قرآن د عمومی سیالیو د ۴۷ پړاؤ د نهائي مرحلې د ترتیل د برخې ګډون کونکي سید صادق کاظمي  له آذربایجان شرقي څخه ایکنانیوز سره  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  له اوه کلنۍ څځه  ئې د خداي په مرستې او د اهلبیت علیهم السلام  په لطف او مهربانۍ سره او د مور او پلار  په اهتمام سره  مو د قرآن کریم حفظ پيل کړ. په ماشوموالي کې زما ترټولو مهمه مشغله  د قرآن کریم تلاؤت ؤ.

هغه چې د کورنۍ د مشورې  لوړپوړی کارپيژاند او دینی طلبه دی ، ووئيل؛ د رسندوئي سوادو په حوزې کې  په یوې موسیسې کې د ماشومانو او زلمیانو په حوزې کې د تربیتی چارو باندې بوخت یم او ټولو کورنیو ته سپارښتنه کوم چې ماشوم او زلمی  چې په کومې مهارتی حوزې کې  فعالیت پیلولی شي، پر نفس  دعزت لرونکی دی او له ډيرو تاوانونو او مشکلاتو لیرې پاتیکیږی.

هغه په دوام کې ووئيل؛کله کله قرآن کریم پخپلو قرآنیانو کې هم مهجور پاتې کیږي، ګله هم داسې پيښې کیږي چې دومره په تخنیکی مسئلو ،غږ او لهجې مسئلو کې ښکیلیږو چې  زمونږ ذهن  له  اصلي موضوع چې  قرآني مفاهیمو او معنو ته توجه ده ، هم لیرې کیږي.

کاظمي  د خپلې  په ترټولو یاد پاتیکیدونکي اجرا په باب هم ووئيل، په قم ښار  کې مو د تلاؤت اونیزه څوکۍ درلوده  چې په هغه پروګرام کې قاریان او حافظان سره غونډیدل.د حاج قاسم سلیماني د شهادت په ماښام  یوه په زړه بورې او بې ریا  فضا رامینځةشوي وه ، چې  په دغه محفل کې زما لپاره خپل قرائت ډير اغیزشیندونکی ؤ او په ټولو  وخت کې مو هڅه کوله څو د خپلو اوښکو مخه ونیسم  او ژړا مو خلک ونه ویني.

د قرآڼ کریم  د عمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ دغه سیالي کونکي  دا مرحله په ایران کې په ترټولو لوړه قراني فني سویې کې  مطرح کړه او وې وئيل؛ هغه څه چې د ما لپاره اهمیّت لري، په دغو سیالیو کې لومړي مقام ګټل نه دي ،بلکې  په لومړۍ درجې کې ددغو سیالیوډول په قرآنی حوزې کې د لازیاتې ودې لپاره یو ښه محرک دی او ددې په سیوري کې لازیات پرمختګ کیدلی شي.

د یادولو ده چې د اوقافو  او دخیریه چارو د ادارې د قرآن کریم  دعمومی سیالیو د ۴۷ پړاؤ  نهائي مرحله د  ښاغلو په برخې کې د لیندۍ دمیاشتې له نولسمې تر ۲۹ نیټې پورې  د تبریز په عید ګاه کې دترسره کیدا په حال کې ده او د سیالیو په حال کې شتون  دعامو خلکو لپاره آزاد دی.

له دې مخکې په همدې ځاي کې د لیندۍ دمیاشتې له ۱۲ نیټې تر  ۱۹ نیټې پورې د آغلو د سیالیو شاهدان وو،  چې   غوره میرمنو جایزې او میډالونه ترلاسه کړل.همداراز ددغه پړاؤ  د ښآغلو مداحئ د برخې غوره کسانو هم  روتبې خپلې کړې.

https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4254594

captcha