IQNA

له مصنوعي ذهانت سره د قرآن د تحریف په باب عالمانو  خبرداری  ورکړ

14:42 - December 23, 2024
د خبر لمبر: 3490353
ایکنا -  د مسلماناو عالمانو او مبلغانو یوې ډلې له مصنوعي هوش یا ذهانت ( اې آئي)څخه په استفادې سره په ټولنیزو  چینلونو کې د قرآن کریم د تحریف په باب خبرداری ورکړ.

ایکنانیوز  د الجمهور له قوله راپو ر راکړ، مصنوعي هوش یا ذهانت متا(Meta AI)د ټيکنالوجي، په دنیا کې  له ښو  آوزارونو څخه ده ، خو د قرآن  له سورو سره اړونده  بحثونو  په باب له سترو تیروتنو سره مخ شوې ده او  او د فیس بوک  ټولنیز چینل  یو شمیر کارؤنکو  د فلق سورې په باب له مصنوعي هوش سره  د خبرواترو ځيني انځورونه (شارټ سکرین) خپرۀ کړي دي   چې  په هغو کې مصنوعی ذهانت(اې آئي) په هغو کلمو سره چې  له قرآنه نه دي ، ځواب ورکوي  او هغه چې ورته ولیکل شي ،  چې ستاسو دغه تیروتنه  ده ، نو بیا سمه سوره په ځواب کې ذکر کوي.

د دین یو شمیر عالمانو، مبلغانو او فقیهانو د قرآن کریم د آیتونو تحریفاتو ته په پام سره په واټس اپ  کې د  مصنوعي هوش  په څير د پروګرامونو ا، په تیره بیا د انټرنیټي  پروګرامونو  د پراختیا په باب خبرداری  ورکړ.

مسلمانو عالمانو  همداراز  د ځينو کسانو  له خوا د قرآن د نسخو  په سموالي او د هغو له خپریدا مخکې د ډاډمنیدا  په ضرورت باندې په ټينګار سره  د تحریف شوو قرآنونو څخه  د مسئولو ډلو  او کسانو  خبرولو غوښتنه وکړه ،څو ټولنې  د فرقه پالو فتنو په لومو کې ښکیل نشي.

عالمانو  له دیندارو کسانو څخه غوښتي دي، د مصنوعي هوش په څير نه پيژندل شوي پلیټ فارمونه او پروګرامونه دې نه کاروي او پوهه دې شي چې د قرآڼ د حفظ او دهغو نص داسې مسئولیت دی چې  ټول مسلمان ښځې او سړي باید ورته توجه وکړي.

 مسلمانو عالمانو په وام کې د قطر له محصفونو څخه پر استفادې چې ددغه هیواد  داوقافو او اسلامی چارو  وزارت خپرۀ کړي دي ، ټينګار وکړ او وئيلي دي، چې دغه قرآنونه  په علمي ارزونې اودقیقې مطالعې سره خپره شوي دي او هر مسلمان  په ټولو دیني چارو کې  ورڅخه  استناد کولی شي.

د مټا مصنوعي هوش کارؤنې  او کارندوالی ډير پراخ او ډول ډول  دي او د ویب  سایټونو او ټولنیزو چینلونو  پشمول  په مختلفو  برخو کې  ورڅخه  په  اغیزشیندونکي توګه  استفاده کولی او کارولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4255690  

captcha