IQNA

د الازهر د غونډو په مرکز کې د کوفی خط قرآن نمایش  

10:22 - December 24, 2024
د خبر لمبر: 3490357
ایکنا – د مصر په نصر ښارګي کې دالازهر د سمینارونو په مرکز کې د عربي خوشخطۍ او تجسمي هنرونو  په نندارتون کې د کوفی خط قرآن یوه نسخه  نندارې ته وړاندې شوه.

 ایکنانیوز د املصری الیوم  له قوله راپور راکوي،د مصر دالازهر پوهنتون مشر سلامه  داؤد ،د  الازهر نماینده محمد الضوینی او ددغه مرکز یوشمیر نور مسئولان  اوچاروالو  د عربی ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت له الازهر سره اړونده  مرکزونو د جشن په څنډې کې د عربی خوشخطۍ او د تجسمي  هنرونو نندارتون  افتتاح کړ.

دغه نندارتون د تجسمي هنرونو دهنرمندانو او خطاطو  دیوې ډلې او د الازهر  د مرکزونو د محصیلینو په ملګرتیا سره  ترسره شو او په دې کې  د الازهر کتابتون تاریخي  خطي نسخې  چې  په هغو کې د قرآن اعراب لګول شوي خطي  نسخې ، د کوفی قرآن نسخې  او  په لاس سره لیکل شوي قراني نسخې  شاملې وې ، نندارې ته وړاندې شوې.  په لاس  لیکل شوي قرآن په لومړنیو صفحو کې ، په یوې داسې  کتیبې سره دګلدستو یا مینارو ټولګه موجوده ده چې له ښي پلوه د چپ په لور د ؛لا اِله اَلا الله محمد رسول الله؛ عبارت  د لوستلو وړ دی.

نمایش قرآن کوفی در مرکز همایش‌های الازهر

دغه قرآڼ  د نقاشۍیو هنرمند علی لطفي  په ۱۳۱۳ قمری کال کې  کتابت کړی دی او هغه څه چې  دغه قرآن له نورو قراني نسخو  بیلوي ، دا دی چې  د هغه نقاش ټول قرآن  یوازې په نولسو صفحو کې  غونډ کړی دی. 

 دیادولو وړده چې دملګروملتو  عمومی اسمبلۍ  د ۱۹۷۳کال د دسمبر په اتلسمه نیټه  د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره عربي ژبه؛ د ملګروملتو د یوې رسمي ژبې په توګه له انګریزی، چینی،فرانسیسي  ، روسی  او اسپانیولي ژبو  ته ورزیاته کړه. یونیسکو  ادارې هم په ۲۰۱۲ کال کې تصویب کړې چې  د هرکال ددسمبر اتلسمه نیټه  هم د عربی ژبې  دنړیوالې ورځې په توګه  اعلان شي.

https://iqna.ir/fa/news/4255294

captcha