ایکنانیوز له قم څخه راپور راکوي، د اوقافو او خیریه چارود ادارې د قرآن کریم دعمومي سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د معارفۍ برخه چې ددغو سیالیو ترټولو وروستۍ برخه ده ، د لیندۍ د میاشتې له لومړۍ نیتې راهسې د قم ښار د امامزاده سید علی(ع) په کلتوری کمپلیکس کې د پرانیستونکو دستورو په ترسره کیدا سره پیل شوې او د روانې اونۍ ترپاي پورې به دوام ولري.
ددغو سیالیو په لومړۍ ورځې او له پرانیستونکو دستورو وروسته چې د مرغومې یا جدی د میاشتې له لومړۍ نیټې راهسې د مازدیګر له درو تر پنځو بجو پرې روانې وې، د قرآن کریم د معارفو په درو برخې کې ،یعني د شیعه تفسیر، دنهج البلاغې معارفو او د صحیفه سجادیه معارفو په برخو کې ترسره شوې څو ددغې پيښې د شفاهي برخې لپاره هرڅه برابر شي.
شفاهي برخه هم د مرغومې د میاشتې د دوهمې نیټې له ماسپښین وروسته پيل شوه او ددغې ورخې په دوام کې د ښاغلو د برخې سیالۍ هم ترسره شوې.د سیالیو په دغې برخې کې ټول ټال په ملی برخې کې ۷۴ کسان او په نړیوالې برخې کې ۲۰کسانو ګډون درلود. نړیواله برخه د لومړي ځل لپاره او په ازمیښتی بڼه د جامعةالمصطفی العالميه د طلبه ؤ په شتون سره ترسره کیږي
د میرمنو په برخې کې دملی برخې له ګډون کونکو ۴۲ کسان او د ښاغلو په ډلې کې ۳۲ کسان ګډون کوي.همداراز په نړیوالې برخې کې په ښاغلو کې ۱۲ کسان او په میرمنو ډلې کې هم اته میرمنې ګډون کوي.
د هغو نورو عارفی سیالیو په اپوټه چې په کتبی پنه ترسره کیږي، د قرآن کریم د عمومی سیالیو د ۴۷پړاؤ د معارفی برخې نهائي مرحله ، په دوو شفاهي او کتبي پڼه دي ، هماغه شان چې ووئيل شول، کتبي برخې امتحان له پرانیستونکو دستورو ورسوته ترسره شو او یوازې شفاهي سیالۍ باقي پاتې دي.
د نهائي مرحلې کتبې امتحان د ګډون کونکو نهائي ۴۰ فیصدی نمبرې جوړوي او شپیته فیصده نورې هم له دانشي برخې سره اړونده دي چې په شفاهي بڼه ترسره کیږي. په شفاهي برخې کې ګډون کونکو ترمینځ پَچه اجول شوي او له مخکې اعلان شوی زمانبندي پر اساس ،غوره شوي کسان پخپلو ځایونو کې کیښنی او د قاضیانو دپ لاوي پوښتنو ته به ځوابونه ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4255592