IQNA

د نیوت دوران

په قرآن کې د حضرت عیسی(ع)په ژوند کې تفکر

10:50 - December 29, 2024
د خبر لمبر: 3490379
ایکنا – حضرت عیسی(ع) د خدای تعالی له خوا مامور شو څو بنی اسرائيل توحید ته دعوت کړي، او ددې د اثبات لپاره چې پيغمبر د خداي له خوا دی،یولړ معجزې ئې د هغه لپاره راوړي دي.

ایکنانیوز - خوږو  دوستانو په مخکینئ برخې کې  د حضرت عیسی مسیح (ع) د میلاد  په پړاؤ مو رڼا اچولې وه او  په دغه اوسني مطلب کې هم د قرآن له منظره په بنی اسرائيلو کې د هغه شتون او نبوت په پړاؤ درسره غږیږو.

د اسلام په نظر کې له حضرت سلیمان  سره د حضرت مریم نسب او  دهغه له لارې حضرت یعقوب علیه السلام  ته رسیږي. په دې اساس ، په قرآن کریم کې حضرت عیسی هم د بنی اسرائيلو یو نبی حسابیږي. حضرت عیسی مسیح د خداي له خوا مامور شو څو بنی اسرائيل توحید ته وبولي، او ددې د اثبات لپاره چې د خدای له خوا یو پیغمبر دی، د هغه لپاره ئې  یو لړ معجزې هم راوړې. د هغه په معجزو کې چې په قرآن کې ورته اشاره شوې ده، د مردګانو ژوندي کول،په  خټې کې روح پوو کول او په یوې مرَغئ ئې بدلول، له موره د ړانده زیږیدلی کس شفاء او د برګی کسانو درملنه او همداراز له غیبی مسئلو  اطلاع درلودل  پکې شامل دي . دغو معجزو ته خداي تعالی په جوت ډول حضرت عیسی ته نسبت ورکړی دی. په یوه آیت کې فرمائي؛؛ او [هغه] د بنی اسرائيلو په لور یو پیغمبر[لیږي، چې هغه  دوي ته وائي؛]؛ په حقیقت کې ما د تاسو  لپاره د تاسو د پروردګار له خوا معجزه راوې ده؛ زه  د تاسو لپاره له خټو [یو شی] د مرغئ په شکل  جوړم،  هغه مهال پکې روح پوو کوم ، نو د خداي په ذن سره  یوه مرغئ کیږي ؛ او دخداي په اذن سره  یو مادر زاد نابینا روغې سترګې ډالۍ کوم ؛ او مردګان ژوندي ک وم ؛ او تاسو  له هغه څه چې ئې خورئ  او پخپلو کورونو کې ئې زیرمه کوئ ،  خبر درکوم ؛ مسلمان په دغو [معجزو] کې ، د تاسو لپاره ،که  مومن یاستئ  عبرت دی:::

حضرت عیسی په دوامدار توګه  بنی سارئيل د خداي توحید او  نوي شریعت ته بلل تر دې چې کله  له ایمان راوړلو ئې نهیلی شو ،  او کله  ئې د خلکو دښمنی او  بلواوې  ولیدې ،د کاهنانو  او د یهودی پادریانو  استکبار د هغه د دبلنې نه منل ولیدل ، نو  په ډيرو کمو کسانو کې  چې په هغه ئې ایمان راوړی ؤڅو کسان ئې  وټاکل څو له هغه سره د خداي په لاره کې مرسته وکړي ؛؛  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ فَآمَنَتْ طَائِفَةٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَتْ طَائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَى عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ»(صف/14)؛ ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ،د خداي مرستندوي شئ هماغه شان چې عیسی بن مریم  خپلو شاوخوا سانو ته ووئيل،  دخدای په لاره کې له ماسره ملګری څوک دي؟  دشاوخوا کسانو ئې ووئيل؛  مونږ د خداي یاران یوو ؛ نو یوې پرګنې کفر وکړ او هغه کسان چې لیواله وو، له تاسره مو د تا ددښمنانو په مقابل کې مرسته وکړه څو ورباندې برلاسه شو.::

https://iqna.ir/en/news/3491217

captcha