IQNA

په مصر کې د الازهر د محصیلینو د قرآن ځانګړي سیالۍ ترسره کیږي

15:06 - January 04, 2025
د خبر لمبر: 3490413
ایکنا - د مصر الازهر پوهنتون په قاهرې او د مصر په نورو سیمو کې ددغه پوهنتون په پوهنځیو کې د الازهر  محصیلینو د قرآن د حفظ سیالیو د ترسره کولو لپاره دعوت ورکړ.

ایکنانیوز د له قوله راپور راکړی،د الازهر پوهنتون مشر سلامه جمعه داؤد په دې باب ووئيل؛ دا ځانګړې سیالۍ د مصر په قاهرې او نورو سیمو کې د الازهر پوهنځیو د انجونو او هلکانو محصیلینو ترمینځ دي او د دوی د برلاسه کسانو لپاره  ارزښتمنې جایزې په نظر کې نیول شوي دی.

 هغه زیاته کړې ده،ددغو سیالیو په پاي کې به لومړی کس یو لک مصري پونډ ، دوهم کس ۷۵ زره او دریم لمبر کس هم ۵۰ زره مصری پونډ ترلاسه کړي.

 سلامه داؤد همداراز ووئيل؛د څلورم لمبر  کس ته هم ۲۵ زره او دغه راز د پنځم لمبر کس ته هم ۱۵ زره مصری  پونډ  په نظر کې نیول شوي دي .ټاکل شوې ده هڅونکي جایزې  هم پنځو نورو محصیلینو ته ورکول کیږي چې د هرې جایزې ارزښت پنځه زره مصري پونډه دی.

هغه روښانه کړه، دغه سیالي د انجونو او هلکانو محصیلینو لپاره یو طلاعي فرصت دی چې د قرآن په حفظ کې د دوي د وړتیاؤ نندارې ته وړانډې کول  او نغدو ارزښتمنو  جایزو ته لاس رسی دی .

د الازهر پوهنتون مدیریت د ګډون کونکو د شرائطو په اعلانولو سره  هم د قرآن دنزول سببونه او پر قرآني مفاهیمو باندې مسلط کیدا دغه شرطونه وبلل او ټينګار ئې وکړ، د قرآن د حفظ او په محصیلینو کې د معنوي او دیني ارزښتونو  پیاوړتیا ته ددوي هڅول د سیالیو موخې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4257961 

captcha