رجب میاشت په هجری قمری کال هیندارې کې اومه میاشت او یوه حرام میاشت ده چې به دې کې له جنګ او وینې بهیدا منع شوي دي . دغه میاشت د اسلام د ګران پیغمبر(ص) مبعث کیدا او د امام علی علیه السلام میلاد په څير دمهمو پيښو په دلیل ډير اهمیّت لري او په اسلامی کال هیندارې کې ځانګړی ځائيګی لري.
له رج ب ؛ له ریښې څخه د رجب ټکی، د له عظمته د ډک او ستایل شوي په معنا دی. دغه نامه په دې دلیل ټاکل شوې ده چې عربانو له پخوا وختونو راهسې ددغې میاشتې احترام کاوه او په دې کې ئې له جنګه ډډه کوله . رجب نوره نامې هم لري، چې په هغو کې رجب الفرد ،رجب المُضر، رجب الاصم ، رجب الحرام، مُنصَل الاسنِه او او مُنصل الال . په دغو کې هره یوه نامه ددغې میاشتې یوې خاص ځانګړنې او اهمیّت ته اشاره کوي. مثلا له نورو حرامو میاشتو څخه ددغې میاشتې د جلا کیدا په دلیل رجب الفرد او د هغه ځانګړی احترام په دلیل رجب المُضَر نومول شوې ده چې مُضَر قبیلې دغې میاشتې ته ورکاوه.
رجب میاشت د هغو حرامومیاشتو برخه ده چې له نورو حرامو میاشتو(ذیقعده، ذیحجه او محرم)جلا شوې ده . په جاهلیّت پړاؤ کې کال له رجب میاشت پیلیده او په دغه وخت کې کبیسه میاشت له جمادی الاخره وروسته او له رجب څخه مخکې راتلله . په جاهلیت پړاؤ کې رجب میاشت دعربانو په نزد له ډير لوړ ارزښته او حرمته برخمنه وه . په دغې میاشتې کې جنګ ، وینې بهول ،قتل ، غلا، اوشبخون ممنوع او حرام وو. همداراز د رجب پړاویزو پیښو پشمول له اسلامه مخکې او ورپسې چې هیرې شوي دي ، په دغې میاشتې کې څو بازارونه ترسره کیدل. په هغو کې یو بازار صحار ؤ چې د رجب د میاشتې په لومړي ترسره کید، او دبا بازار ، چې د رجب میاشتې تر وروستیو پورې به ئې دوام درلود. د اسلام له ظهوره وروسته ، ددغې میاشتې ارزښت او اعتبار نوره هم زیات شو او دغې میاشتې ته ئې دینی اړخونه او پاکوالی وروبخښه.
https://iqna.ir/en/news/3491345