IQNA

د قرآن له نړیوالو سیالیو سره په یووخت په خراسان رضوی ولایت کې قرآني محفلونه ترسره کیږي

10:20 - January 25, 2025
د خبر لمبر: 3490521
ایکنا – د خراسان رضوي ولایت  به په ځانګړو زیارتونو او جوماتونو کې د ایران د قران دنړیوالو سیالیو  د یوڅلویښټم پړاؤ د ترسره کیدا په شپو ورځو کې له قرآن کریم سره د انس محفلونه ترسره کړي.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په شپو ورځو کې به د خراسان رضوي ولایت ځانګړي زیارتونه اوجوماتونه له قرآن کریم سره  دانس د محفلونو  کوربه وي.

دغه محفلونه  د ایران دنړیوالو او ملي  ممتازو  قاریانو،حافظانو،مرتلانو او مداحي ډلو په شتون سره ترسره کیږی.

په همدې اساس  د محفلونو  له  دغې ټولګې څخه  لومړنی محفل د سلواغې په اومه نیټه یکشنبې ورځې  د شفای پنجم  واټ په سر کې  په بوعلی چوک کې واقع د مشهد ښار په امام حسین(ع) جومات کې ترسره شي.

د سلواغې په اتمه نیټه دوشنبې ورځې په ترتیب سره د شهیدا مفتح بلوار کې واقع په قفیه سبزواري جومات  او د شهید رجائي شهرک  کې واقع په فاطمة الزهرا(س) جومات کې د انس دوه محفلونه ترسره شي.

د سلواغې په نهمه  او لسمه  سه شنبې او چارشنبې  ورځو کې هم   د مشهد مقدس د ساجدی بلواور په فرامرز عباسی واټ کې په مسجد جوادالائمه(ع) کې دوه قرآني محفلونه ترسره شي.

د سلواغې  له یولسمې تر څوارلسمې نیټې پورې  به هم د حضرت زینب ،حضرت محمد،امام خمینی  او حضرت عباس جوماتونه هم دنورو محفلونو کوربهوي.

همداراز هغه مقدس زیارتونه چې  د قرآن د نړیوالو سیالیو په شپو ورځو کې  به ددغو قرآني محفلونو کوربه وي ،د درود ولسوالۍ  د امامزاده زین علی اوامامزاده عین علی زیارتونو ته اشاره کیدلی شی. دغه محفلونه به د سلواغې په اتمه  دوشنبې ورځې ترسره شي.

همداراز به دسلواغې په اتمه نیټه په تربت حیدریه ولسوالۍ بی بی حسنیه بقعې، په طب‎رقبه  کې سید ناصر او سید یاصر امامزاده ګانو کې هم د سلواغې په نهمه نیټه  نور محفلونه ترسره شي.

همداراز دسلواغې په یولسمه پنجشنبې ورخې به  هم په نیشابور ولسوالۍ کې د امامزاده محروق او امامزاده ابراهیم (ع) زیارتونه او ابوالفضلی  تکیه ګاه  د دوو محفلونو کوربه وي.

ا د بردسکن امامزاده طاهر او د کامشر امامزاده سید حمزه به د سلواغې په دیارلسمه نیټه د دوونورو محفلونو کوربه وي.

د یادولو ده چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم  پړاؤ نهائي مرحله  د سلواغې له اوم تر دولسمې نیټې پورې د امام رضا علیه السلام په سپیڅلي حرم کې د مشهد مقدس په کوربتوب سره ترسره   شي.

https://iqna.ir/fa/news/4261383

captcha