IQNA

د الجزایر د قرآن د نړیوالو سیالیو نتیجې اعلان شوې

15:13 - January 27, 2025
د خبر لمبر: 3490537
ایکنا – د الجزایر د قرآن کریم د حفظ نړیوالو سیالیو د شلم پړاؤ نتیجې  په یولړ دستورو کې د دغه  هیواد حکومتی مسئولانو په شتون  سره اعلان شوې.

ایکنانیوز د الجزیرةالجدیده له قوله راپور راکړی، بیګا د یکشنبې په شپه په یولړ دستورو کې د الجزایر د قران د قرائت او حفظ د نړیوالې  جایزې د شلم پړاؤ د برلاسه کسانو نامې معرفي شوې.

 د الجزایر  د قرآني سیالیو  شلم پړاؤ د دغه هیواد دولسمشر عبدالمجید تبون په ملاتړ سره ترسره شوې.

د الجزایر د دینی چارو او اوقافو  د ادارې مشر سوف بلمهدي  په دغو دستورو کې په یولړڅرګندونو کې ووئيل؛ دغه مذهبی دستورې دهغه  ښه سنت ښودنه کوي چې  د الجزایر د حکومت  په وسیله د  قرآن او قاریانو په ټاټوبي کې د  قرآن دارکانو د ځای په ځیا کیدا لپاره   رامینځةشوی دی .هغه ددغې معنوي پيښې  پر اهمیّت چې  قرآني فعالیتونو ته ددغه هیواد د مسئولانو د لیوالتیا ښودنه کوي، ټينګار وکړ او وې وئيل، د جایزې د مالي ارزښت د درې برابره کولو لپاره  د ولسمشر په فیصلې کې  دغه دقت او توجه منعکسه شوې ده.

بلمهدي  د اسراء او معراج  د شپې  د فضیلت په یادونې سره  چې د الجزایر ملت ئې جشن لمانځي ، ووئيل؛ پهدغې مبارکې میاشتې کې دا هغه برکتناکه او له عظمت ډکه شپه ده چې  د الاقصی جومات د حرمت او د الجزایر د خلکو په نزد ئې د ځائيګي د یادونې لپاره  یو فرصت دی څو یو خل بیا د یوه خپلواکه هیواد د جوړولو او د آزادۍ په لاره کې  د فلسطین د ولس لپاره پر ملګرتیا او ملاتړ ټينګار وشي.

په دغو سیالیو کې ددغو سیالیو لومړنی مقام د غنا جمهوریت  څځه  عبدالصمد آدم ترلاسه کړ او دوهم ځائيګی هم  د بنګله دیش جمهوریت  څخه توحید الاسلام  ته ورسید. همداراز  له لیبیا څخه  محمود ابوغراره  په دیم ځائيګی  شو .

 په پایزو دستورو کې د قاضیانو پلاوی هم په جایزو ونازول شو او همداراز د الجزایر یو شمیر  حافظان  چې د ۲۰۲۴کال  کې د قران کریم د حفظ په نړیوالو سیالیو کې ئې  درې برلاسه مقامونه ترلاسه کړي وو، ونازول شول.

د یادولو ده چې ددغو سیالیو د شلم پړاؤ په مقدماتي  مرحلې کې څه دپاسه ۴۰ هیوادونو نمایندګانو  ګډون درلود او نهائي مرحلې ته ۲۰ ښځې او سړي رسیدلي وو.

د ایران د  اسلامی جمهوریت نماینده او د ټول قرآن کریم حافظ علری غلام آزاد په دغو سیالیو کې د چارشنبې په ورځې  د سیالیو په ځائیګي کې په شتون سره د قاضیانو د پلاوي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

هغه  له دې مخکې  ایکنانیوز سره په خبرو کې  د خپلې اجرا په باب وئيلي وو، ښه اجرا مو درلوده ، دتلاؤت د اتقان له پلوه هم  د قاضیانو وسیالي کونکو او حتی د الجزایر د اوقافو د وزیر له خوا هم ستایل شوی وم.

https://iqna.ir/fa/news/4262180/

captcha