IQNA

د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سر ه د قرآنی زلمیانو او ځوانانو پر تل پاتې انځور یوه شرحه

14:22 - February 04, 2025
د خبر لمبر: 3490584
ایکنانیوز-  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۱پړاؤ ګډون والو د یکشنبې په ورځې  داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره  له کتنې وروسته یو یادګار انځور هم د رلود.

ایکنانیوز  راپور راکړی،  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۱پړاؤ  له ختمیدا وروسته  چې د سلواغې له اومې تر دولسمې نیټې پورې ئې دوام درلودلی،  او په مشهد کې ترسره شوي ، د سلواغې په څوارلسمه ئې  په امام خمیني امامباړې کې د اسلامي  انقلاب  له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه ای سره  لیده کاته هم وکړل.

د کتنې په یوې برخې کې د سبیل الرشاد ډلې یو شمیر ځوانانو او زلمیانو  او د قرآن کریم د استاد او قاری  هدایت علی محرابی په لارښونې سره ،  د مصرد یوه مطرح قاری په سټایل سره  او دغه راز د مختلفو قرائتونو اجرا ترسره کړې چې ډيرې دتوجه وړ وګرځيدې.

 له دغې کتنې څو ساعته وروسته داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره ددغې ډلې د غړو  یو یادګاري او تل پاتې انځور خپور کړی ، چې په ټولنیزو چینلونو کې ډير زیات  لیدل شوی او ستایل شوی دی.

ماجرای عکس با مقام معظم رهبری + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4263686

captcha