ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د مقاومت د جبهې د لوي شهید سید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د جنازو د دستورو په مناسبت پخپل پیغام کې فرمائيلي دي،ستر مجاهد او په سیمه کې د مقاومت مخکښ مشر، سید حسن نصرالله (رحمه الله) اوس د عزت په اوج کې دی.د هغه پاک بدن د الله په لاره کې د جهاد په ځمکه کې خاورو ته سپارل کیږي ، خو د هغه روح او لاره به هره ورځ له مخکې زیاته پرمخ لاړه شي، ان شاء الله، او لاره به لارویانو ته وښئي .
دوي پخپل پیغام کې دغه راز وفرمائيل؛دښمن باید پوهه شي چې د غصب،ظلم او استکبار په وړاندې مقاومت نه ختمیدونکی دی او ترهغه به دوام وکړي څو خوښ هدف ته ونه رسیږي،باذن الله
په دغه پيغام کې راغلي دي،د حضرت سید هاشم صفی الدین رحمه الله ښه نوم او ځلیدونکی مخ هم د دې سیمې په تاریخ کې یو ځلیدونکی ستوری دی. هغه د لبنان د مقاومت د مشرتابه نږدې همکار او نه بېلېدونکې برخه وه.
د خدای او د هغه د صالحو بندګانو سلام دې وي په دغو دوو سرلوړو مجاهدانواو په نورو زړورو او سرښیندونکیو مبارزانو چې په دې وروستیو کې شهیدان شول ، او د اسلام په ټولو شهیدانو. او زما ځانګړې سلامونه تاسو عزیزانو او د لبنان ځوانو مبارزانو ته.



https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157604