ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړی ، له عراقه خبر رارسیدلی چې په عراق کې ستر دینی مرجع آيت الله سیستاني دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د ۱۴۴۶قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې د پيل او پاي ورځ په غیر قطعي توګه اټکل کړې ده.
د هغې اعلامیې په اساس چې د هغه له دفتره خپره شوې ده ،تمه ده چې د رمضان المبارک میاشت د شنبې په مازدیګر یعنی د ۲۰۲۵کال د مارچ په لومړۍ نیټه ولیدل شي.
په دې توګه او د آیت الله سیستاني د دفتر د اټکل په اساسو د یکشنبې ورځ به یعني د مارچ دوهمه نیټه به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه وي.
په عین حال کې نجومي محاسبات چې د ځينو اسلامی فرقو فقهي آساس دی ،ښئ چې په خينو عربو هیوادونو کې به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ په یکشنبې ورخې یعني د مارچ په لومړۍ نیټه وي.
اټکل کید چې اسلامی هیوادونه به د جمعې ورځې مازدیګر د میاشتې د لیدو دعوت خلکو ته ورکړي څو د قانوني لیدنې له تائيد وروسته د روژې دمبارکې میاشتې پيل په رسمي توګه اعلان کړي.
د ترکیې د مذهبی چارود ادارې د کال هیندارې په اساس هم ، د مارچ لومړۍ نیټه یعني نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ده او د نیکمرغه کوچني اختر ورځ به هم د مارچ دیرشمه نیټه یکشنبې ورځ د شوال لومړۍ نیټه او د مارچ نهه ویشتمه نیټه به د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ وي.
له بل پلوه د متحده عربی اماراتو د نجومو د ادارې د مدیره پلاوی مشر د څرګندونو او د نجومي محاسباتو په اساس اټکل کید چې شنبې ورځې یعني د کب د میاشتې ۱۱ نیټه یعني نن به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه شي.
له مصر څخه هم خبر رارسیدلی چې چې دغه هیواد د نجومو د موسیسې د اعلان په اساس نن د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ده.
په قطر او انډونیشیا کې هم د روژې دمبارکې میاشتې نن لومړي نیټه اعلان شوې ده.
د ایران په اسلامی جمهوریت کې هم د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۹نیټه د جمعې په مازدیګر د رمضان المبارک د میاشتې د لیدو احتمال ته په پام سره اټکل کید چې که میاشت ولیدل شي، نو د شعبان میاشت به ۲۹ ورځې وي، اود شنبې ورځ به دشعبان دیرشمه وي او د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په یکشنبې ورځې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4268588