IQNA

د روژې مبارکې میاشتې ځانګړنې څه دي ؟

10:05 - March 03, 2025
د خبر لمبر: 3490725
ایکنا -په لغت کې د؛رمضان ؛ټکی د لمر د سختې تودوخې په معنا دی او د اسلام له ګران پیغمبره (ص) نقل شوي دی چې دغه میاشت په دې دلیل رمضان نومول شوې ده چې ګناهانې سوځوي او زړونه له ککړتیاؤ پاکوي.

ایکنانیوز-  د روژې مبارکه میاشت، دد قمري کال نهمه میاشت او په اسلامی کال هیندارې کې یوه ترټولو مقدسه میاشت ده چې د شعبان او شؤال میاشت په مینځ کې راځي.دغه میاشت په مسلمانانو کې له ځانګړي اهمیّته برخمنه ده،ځکه چې یوازینئ میاشت ده چې په قرآن کریم کې ئې جوت ذکر شوی دی.خداوندمتعال د بقرې سورې په ۱۸۵ آیت کې فرمائي؛ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِی أُنزِلَ فِیهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَیِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ؛د رمضان میاشت(هماغه میاشت) ده چې په  دې کې قرآن نازل شوی دی، داسې کتاب چې د خلکو هدایتونکی او د فرقان او هدایت یوه روښانه نښه  ده::

  دغه آیت  په ډاګه  بیانوي چې قرآن کریم په دغې میاشتې کې پر پیغمبر اکرم(ص)  نازل شوی دی او دې موضوع  د رمضان  میاشت  په  یوې برکتناکې او ممتازې میاشتې بدله کړې ده.

د ؛رمضان ټکی؛ په لغت کې د لمر د سختې تودوخې په معنا دی او له پیغمبر اکرم (ص) څخه نقل شوي دي چې دغه میاشت په دې دلیل رمضان نومول شوې ده چې ګناهانې سوځوي  او زړونه  له ککړتیاؤ پاکوي. همداراز  په ځينو روایتونو کې رمضان د خداوندمتعال د یوې نامې په توګه شمیرل شوې ده چې  د دغې میاشتې د پاکوالي او عظمت  ښودنه کوي.

د روژې مبارکه میاشت همداراز د نورو آسماني کابتونو د نزول میاشت ده .د روایتونو په اساس،د ابراهیم صحف، تورات ،انجیل او زبور هم په دغې میاشتې کې نازل شوي دي.دا موضوع هم د رمضان د میاشتې اهمیّت او عظمت  نوره هم زیاتوي او دا له خداي تعالی سره  د ارتباط لباره په یوې ځانګړې میاشت او د الهی لارښونو د ترلاسه کولو په میاشت بدلوي.د قدر شپه،چې  په قدر سورې  کې فرمائيل شوي دي؛ إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِی لَیْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاکَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِ * لَیْلَةُ الْقَدْرِ خَیْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ؛ یعني  مونږ قرآن د قدر په شپې نازل کړ؛ او ته څه پوهیږې د قدر شپه څه شی ده؟، د قدر شپه له زرو میاشتو لا ښه  ده:: .

 دغه شپه  د قرآن د نزول او د هغو د بې شمیره برکتونو  په  دلیل  له بې ساري ځانګړنې برخمنه ده  او په دې کې عبادت د زرو میاشتو له عبادت سره برابر دی.

مسلمانان په روژې مبارکې میاشتې کې پر روژې ساتلو د قرآن کریم تلاړتو د مستخبو لمانځونو ترسره کول، دعا او استغفار هم کوي او هڅه کوي، له اړمنو سره مرسته او خیر ښیګڼې کارونو په ترسره کولو سره د خداوندمتعال رضایت جلب کړي.دغه میاشت  یو فرصت دی ، پاک انساني فطرت ته د بیرته ستنیدا لپاره او له پاک پروردګار سره د تقرب لپاره په همدې دلیل  د درستې نړۍ مسلمانان په ولولې او مینې سره ددغې میاشتې هرکلی کوي او له بې پایه برکتونو څخه برخمن کیږي.

https://iqna.ir/en/news/3492101

captcha