IQNA

د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې څخه له قرآن سره د انس محفل

13:56 - March 03, 2025
د خبر لمبر: 3490730
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې  له لومړۍ ورځې راهسې  له قرآن سره د انس محفل په یکشنبې ورځې د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون کې  په امام خمیني امامباړې کې  ترسره شو.

ایکنانیوز راپور راکوي، په  دغه  مینه ناک او له معنویّته په ډک محفل کې پر قراني  حافظانو،قاریانو،اتلانو او قرآنی فعالانو سربیره ځینو  لوړپوړو شخصیّتونو او ځوانانو هم ګډون درلود.

د محفل په پاي کې حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه پخپلو لنډو خبرو کې  د قاري او د قرآن د تلاؤت اهمیّت او ځانګړنو باندې په رڼا اچولو سره وفرمائيل؛ قاری  د تلاؤت په وخت الهی رسالت ترسره کوي چې ډیر لوړ او  مهم  اقدام او  چاره ده  چې هیڅ ساری  نه لري.

ایکنانیوز  ددغه روحاني او معنوي محفل  یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/en/news/3492128

captcha