ایکنانیوز - د ثقلین ټيلیویژني چینل د ؛قرآن ترتیل ؛ټیلیویژنی نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ مجري او رسندوئي فعال اوقاری سید احمد نجف ایکنانیوز سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره ووئيل؛ دا سیالۍ د مختلفو آسیائي، اروپائي ،افریقائي ، لاتینې امریاک او د جنوب ختیځي آسیا د هیوادونو کابو دوه سوه ګډون کونکو په مشارکت او په ټيلیویژنی بڼه ترسره کیږي.
هغه زیاته کړې ده ، ددغو سیالیو لومړنۍ مرحله چې د رمضان المبارک میاشتې له پیله شروغ شوې ده ، د اته ورځینو درو پړاؤنو په بڼه کې ترسره کیږی چې ددغې مرحلې دلومړنۍ ورځې اته قاضیان د مصر دغږ قاضی ، شیخ محمد علی جابین، د افغانستان د لهجې قاضي استاد سید جلال معصومي ، له عراقه د ابتدا او وقف د چارو قاضي استاد حیدر الکاظمي او او د ایران د تجوید د چارو داؤر او قاضي استاد سید مهدي سیف پکې برخه اخلي .
سید احمد نجف په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د هر پړاؤ اتو ورځو په پاي کې به برلاسه کسان د سیالیو په پایزې مرحلې کې دګډون لپاره چې د روژې دمبارکې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې به ترسره شي، معرفی کیږی او د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د لازیاتو قاضیانو د مشارکت لپاره د زمینې د رامینځةکولو او دعدالت دتحقق په موخې سره به ، د سیالیو د هرې اته ورځنۍ مرحلې قاضیان بدل شي.
هغه زیاته کړې ده ، دغه سیالۍ د رسندوئي فعال او قاری سید احمد نجف په مدیریّت او اجرا سره او د ثقلین سپوږمکیز چینل څخه د هغه په فعالیتونو سره خپریږي.
ددغو سیالیو ترسره کونکي کمیټې وئیلي دي ،چې دغه سیالۍ پخپل ډول کې په اسلامی نړۍ کې لومړنۍ قرآني پيښه ده چې په تخصصی بڼه د ترتیل قرائت ته مخه کوي.
د یادولو ده چې الثقلین سپوږمکیز چینل یو مذهبی او کلتوری چینل دی چې په ډول ډول پروګرامونو سره چې د مختلفو پرګنو او ټولنو د مختلفو وګړو لپاره برابریږي،د اسلامی نړۍ او اسلامی امت چارې ارزوي .
دغه چینل د قرآن او د اهل بیت علیهم السلام د مکتب په چورلیزتوب سره دډول ډول پروګرامونو په تولیدولو سره، د اسلامی علومو او کلتور احیاء او پراختیا موخه تعقیبوي.همداراز د میرمنو ،ماشومانو او زلمیانو لپاره د هدفمنو پروګرامونو په تولید سره د اسلام د دین د تعلیماتو په اساس، د اسلامی ماډرن کورنۍ د مؤلفو د پياوړتیا لپاره فعالیت کوي.
الثقلین سپوږمکیز چینل د ۱۴۳۰قمری کال (۲۰۰۸کال) په روژې مبارکې میاشتې کې په عربی ژبه پرانیستل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4270286