ایکنایوز - له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي،چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې د مبارکې میاشتې د یولسمې ورځې دعا په ګډه سره آورو..................
ائ لویه خدایه !په دغې میاشتې کې نیکي زما خوښه وګرځوه، او ناسموالي او نافرمانۍ له ماڅخه لیرې وګرځوې او د جهنم د اور لمبې پر ما حرامې وګرځوې،د تاپه مرستې سره ،ائ د ټولو فریادکونکو آوریدونکیه.؛
خدایا در این ماه نیکی را پسندیده من گردان،و نادرستیها و نافرمانیها را مورد کراهت من قرار ده،و خشم و آتش برافروخته را بر من حرام گردان، به یاری ات ای فریادرس دادخواهان.
د ملتونو د روژماتي دوهمه جشنواره
ایکنا- د ملتونو د روژماتي دوهمه جشنواره د اهل بیت(ع) دنړیوال پوهنتون په ملګرتیا سره د مختلفو هیوادونو د روژې دمبارکې میاشتې د خوړو په وړاندې کولو سره د کب د میاشتې په نولسمه نیټه ترسره شوه.
ایکنانیوز د دغې په زړه پورې او معنوي جشنوارې یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.