IQNA

په کربلا معلی او سامراء کې د قدر د دریمې شپې د احیاء دستورې

7:25 - March 25, 2025
د خبر لمبر: 3490858
ایکنا – په زرګونومومنانو  د قدر په دریمه شپه  چې قرآن کریم دا  له زرو  میاشتو لاښه بللې ده ، او  ددغې شپې یو ترټولو مهم عمل  د حضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل علیهم السلام  زیارت کول دي، په کربلا معلی  او هم په سامراء کې  احیاء کړه.

ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان د ټیلیکس له قوله راپور راکړی، ډیری مومنانو  هغه که په دغې لوئې او عظیمې شپې وي او که له دې په مخکې دوو مقدسو شپو کې  چې په زیات احتمال سره د قدر شپې  دي،  هره ورځ کربلا ته لاړل ، مومنانو د قدر په دغې شپې  چې  د یوې روحاني او معنوی فضا ښودنه کوي،  د خداوند متعال  د عنایاتو او فضل غوښتونکي  دي.

په دغې لوئې شپې د سید الشهدا او حضرت عباس علمدار علیهما السلام دوه مقدس آستانونه او بین الحرمین ددغو زرګونو زیارتوالو شاهد دي چې  د کربلا ښار او له نورو سیمو ددغې شپې د احیاء لپاره حرمین شریفیّن ته ورغلی او د عملونو په اداکولو،د افتتاح دعا او د جوشن کبیر دعا په قرآئت کولو او د پر سر د قرآن په نیولو او د قرآن کریم د تلاؤت په ترسره کولو سره ئې عبادت او د خدای په درګاه کې سرونه ټيټ کړي دي.

د حسینی او عباسي مقدسو آستانونو خادمانو هم په نه ستړیکیدونو او دوامدارو هڅو سره د قدرمنو زیارتوالو د ترټولو ښه خدمت کولو او د عبادت او زیارت په باب د مناسبې فضا برابرولو لپاره هلې ځلې وکړې.

د قدر شپه هغه شپه ده چې په معلومولو کې ئې تریوه حده اختلاف دی او البته د روژې د مبارکې میاشتې د نولسم،یویشتم او درویشتم شپې اصطلاحا د قدر شپې بلل کیږي.

 

ایکنانیوز د حضرت ابوالفضل علمدار علیه السلام د حرم په شاوخوا کې د شپې احیاء کونکو روژتي زیارتوالو د شتون به مناسبت یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.

 

 

 دغه راز ایکنانیوز په سامراء کې د امامین عسکریّن علیهما السلام په مقدسو زیارتونو کې د قدر د شپې د احیاء د دستورو په مناسبت یو ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4273537

captcha