ایکنانیوز د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې دعمومی اړیکو د څانګې له قوله راپور راکړ، درهبرۍ دستر مقام مدظله العالي په فرمایش سره ، د قدس ورځ د حق او باطل د صف بندۍ ، د ظلم په مقابل کې د عدل د صف بندۍ ښودنه کوي. د قدس ورځ یوازې د فلسطین ورځ نه ده ؛ د اسلامی امت ورځ ده .د صهیونزم د سرطاني دانې په ضد د مسلمانانو د چغې پورته کولو ورځ ده چې د نیواکګرو تیریګرو په وسیله ، د ګوت وهونکو او استکباري قدرتونو په مرسرتو او ملاتونو سره د اسلامی امت په ټارګټ کولو پسې شوي دي. د قدس ورځ کومه واړه ورځ نه ده.
په همدې لړ کې داسلامی نړۍ د لومړنۍ مسئلې په توګه د فلسطین موضوع زیاتیدونکي اهمیّت ته په پام سره ، د اسلامی مذهبونو دنزدیکت نړیوالې ټولنې ، د قدس د ورځې ځانګړی پوسټر پلان او بیا ئې مخ کتنه کړې ده.
په دغو دستورو کې چې د ددغې نړیوالې ټولنې د عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري ، قایمقام منشي حجةالاسلام سید موسی موسوي او د یوشمیر مدیرانو په شتون سره ترسره شوې، د قدس د نړیوالې ورځې خصوصي پوستر مخ کتنه وشوه.
په دغه پوسټر کې چې د ؛ انا علی العهد یاقدس ( ائ قدس ،مونږ پخپلې ژمنې ولاړ یوو؛) په شعار سره پلان شوی دی ، دالاقصی جومات پلانول ئې د قدس د بیلګې په توګه او د ګنبسۍ ګیرچاپیره د مسلمانو هیوادونو بیرغونه چې په کهکشان په مرکزیّت کې واقع دي،استفاده شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4273609