ایکنانیوز راپور راکړ،د روژې دمبارکې میاشتې ترټولو وروستي ماښام یعنی د یکشنبې په ماښام د لبنان د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو نتیجې چې په مجازی او وبینار بڼه او د؛ذکرللعالمین ؛ په عنوان سره ترسره شوي، اعلان شوې.
ددغو سیالیو د اعلان شوو نتیجو په اساس، د ایران یو ممتاز قاری مجید عنان پور په دغو سیالیو کې له ګډون کونکو یو سل پنځوسو قاریانو څخه لومړی ځائيګی ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ په درو مرحلو کې او په انټرنیټي بڼه ترسره شوي دي. ددغو سیالیو بلنه د روژې له مبارکې میاشتې مخکې خپره شوې وه .په دغو سیالیو کې دګډون لپاره قاریانو خپلې نامې ثبت کړې وې څو خپل ویډیوئي تلاؤت دغې اعلان شوي قرعه کشۍ ته ولیږدوي.
دغه سیالۍ په انټرنیټي بڼه او په درو مرحلو کې ترسره شوي دي . ددغوسیالیو اشتهار له روژې مبارکې میاشتې مخکې خپور شوی ؤ او پکې قاریانو د نامو د ثبتولو غوښته شوې وه او دغه راز ورڅخه غوښتل شوي وو،څو خپل ویډیوئي تلاؤت دې ورولیږدوي.
په لومړۍ مرحلې کې له مختلفو هیوادونو څخه څه د پاسه یوسل پنځوسو قاریانو تلاؤتونه لیږدولي وي له هغو څخه ۳۶ قاریان مقدماتی مرحلې ته منتخب شول،
د منتخب شوو ۳۶ قاریانو د تلاؤت له ارزونې وروسته نیم پاي سیالیو ته ۱۳ قاریانو لاره موندلې وه چې بلاخره نهائي مرحلې ته له هغو شپږ قاریان ورسیدل.
په نیمې پاي سیالیو کې مجید عنان پور سره د ترکیې له نماینده بلال حموي سره یوخاي ۹۱ امتیازونه وګټل چې ترټولو زیات وو او پر دغو دوو سربیره له مصر څخه عزت السید راشد په ۸۹ امتیازونو سره، له افغانستانه سید یاسین حسیني په ۸۸.۵ امتیازونو سره ، له عراقه احمد رزاق په ۸۸ امتیازونو سره او ودن هرموکو له انډونیشیا هم په ۸۸ امتیازونو سره فاینل سیالیو ته ورسیدل.
ددغو سیالیو په فاینل کې هم هر قاري خپل تلاؤت ویډیوئي فایل مشخصو قرَو ته ولیږدوه. په نهایت کې هم د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده لومړی مقام، دعراق احمد رزاق الدلفی دوهم، د انډونیشیا هرموکو دریم مقام ترلاسه کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4274450