IQNA

د الخلیل په شاوخوا کې د صهیونیسټانو له خوا د قرآن کریم سپکاوی 

11:38 - April 27, 2025
د خبر لمبر: 3491021
ایکنا – د الخلیل صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکو د الخلیل په شاوخوا کې په «خلة الفرن» سیمې باندې په یرغل سره د قرآن کریم نسخې ټوټې ټوټې کړې او د الهي کلام سپکاوی یې وکړ. 

 ایکنانیوز  د الجزیره له قوله راپور راکړی،  صهیونیسټي شهرک‌نشینانو  د جمعې په ورځ د الخلیل په جنوب کې د «الظاهریه» ښار د «ام الذهب» سیمې باندې  یرغل وکړ او د «مسافر یطا» په سیمه کې ئې د «خربه ام الخیر» په نوم یوه برخه کې  د زیتون ونې له بیخه راوایستلې. 

فلسطینيو رسنیو همدا راز راپور ورکړی چې ښارګوټي میشتو  د الخلیل په شاوخوا کې په «خلة الفرن» سیمې  باندې یرغل کړی، د قرآن کریم نسخې یې ټوټې ټوټې کړې او د فلسطینیانو اموالو ته ئې زیان رسولی دی. 

د پنجشنبې په ورځ هم شهرک‌نشینانو د  اردن سین د لویدیځي غاړې په شمال کې د سلفیت ښار شمال لویدیځ ته په «کفل حارث» ښار   یرغل وکړ او د تلمودي مراسمو د ترسره کولو لپاره یې د دې ښار پر اموالو برید وکړ. 

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو د ښارګوټو میشتو د یرغل او د فلسطینیانو پر اموالو د تجاوز لحظه ښيي،چې په ترڅ کې یې د څو موټرو او کورونو شیشې ماتې شوې دي. 

فلسطیني سرچینو راپور ورکړی چې دا ښار د صهیونیسټي شهرک‌نشینانو له ورځنیو او پرله‌پسې یرغلونو سره مخ دی او د نیواکګرو ځواکونو له خوا د اوسیدونکو د املاکو د ویجاړولو سیاست د شهرک‌سازۍ د پراختیا په موخه پلي کیږي. 

دا یرغلونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د صهیونیسټي نیواکګرو او ښارګوټو میشتو له خوا د لویدیځي غاړې  په بیلابیلو سیمو کې یرغلونه زیات شوي او د نیواکګرو پوځي  عملیات، چې د جنوري له ۲۱مې نیټې راهیسې د ضفه‌ شمال په ښارونو او کمپونو، په ځانګړي توګه جنین او طولکرم کې پیل شوي، دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4278471   

 

captcha