ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکړی، د یمن وسله وال ځواک د تل ابیب په بن ګوریون هوايي ډګر یو مهم توغندوي برید کړی چې د فلسطین په ټوله ټاټوبي کې ئې صهیونیستان وارخطا کړل. د انصارالله د رسنیو برخې مرستیال نصرالدین عامر، ، وویل چې د یکشنبې په سهار د دغه برید موخه د دغه هوايي ډګر تړل او په دې ځای کې د تګ راتګ منع کول دي تر هغه مهاله چې د غزې بشپړه کلابندي لیرې او د صهیونیستي نیواکګر و تیري د دې تړانګې پر وړاندې ودرول شي.
نصرالدین عامر الجزیرې ته وویل: دا عملیات د صهیونیستي نیواکګر پوځ لخوا د غزې پر وړاندې د نسل وژنې جنایتونو د زیاتیدو او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې د غزې په بشپړه محاصره کولو له امله د انساني وضعیت د خرابیدو سره هممهاله ترسره شول.
هغه زیاته کړه: دا عملیات په داسې وخت کې ترسره شول چې امریکا په یمن باندې خپل تیري زیاتوي او په ټول هېواد کې پر عامو خلکو بریدونه کوي.
هغه وویل: له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې امریکایان پر یمن دوامداره بریدونه کوي، خو د خدای په مرسته ئې زمونږ نظامي وړتیاوې نه دي زیانمنې کړې. د میدان واقعیت د هر څه شاهد دی او د امریکایانو هیڅ یو تیري زموږ پر پوځي ځواک اغیز نه دی کړی.
https://iqna.ir/fa/news/4280363/