IQNA

  آیت‌الله اعرافی:

په علميه حوزې کې قرآنی بدلون؛د تخصصي څانګو له تاسیسه رانیولې،د جامع تفسیرونو تربرابریدوپورې

10:38 - May 13, 2025
د خبر لمبر: 3491105
ایکنا – د ایران  د عملیه حوزو مدیر په  وروستیو کلونو کې د قرآن او تفسیر په برخې کې د بنسټیزو بدلونونو په یادولو سره، له ۲۰   د زیاتو علمي څانګو د پیلیدو، د لسګونو تخصصي محفلونو د جوړیدو، د زرګونو مقالو  د  تولید او د لوړو مراجعو له خوا د جامعو تفسیرونو د برابریدو  خبر ورکړ  او دغه اقدامات ئې  ، د حوزې د قرآنی قیام  یوه نوې  ځلا وبلله . 

 ایکنانیوز  راپور راکوي، د ایران د قم د علمیه حوزې له تاسیسه د یوې پیړۍ په تیریدو او د «د قم د علمیه حوزې د  تاسیس د سلمې کلیزې د سمینار  په ترڅ کې، د دغې ریښه لرونکې موسسې د علمي او معرفتي لاسته راوړنو ته بیا کتنه لا زیاته اړینه شوې ده. 

په دې مینځو میان  کې، د قرآن او تفسیر برخه د حوزوي فعالیتونو د یو  بنسټیزې چورلیز په توګه، په وروستیو کلونو کې په مناسبې چټکتیا سره پراختیا موندلې او له الهی وحی سره د عالمانه تعامل نوې بڼې ئې د څیړونکو په وړاندې ایښي دي.د تخصصي  څانګو او تفسیرونو برابریدا جوړولو  ،د جامع تفسیرونو برابریدا،  د سلګونو علمي مقالو ډیزاین او د قرآن او انساني او ټولنیزو علومو ترمینځ اړیکو ته ځانګړې پاملرنه، ټول د علمیه حوزو په علمي بهیر کې د پوهیدا او ژور فکر څرګندونه کوي. 

د هیواد د  عملیه حوزو  مدیر  آیت‌الله علیرضا اعرافی له ایکنا سره په خبرو کې د حوزې د قرآنی لاسته راوړنو یوه برخه روښانه کړې ده. 

هغه د قرآنی محفلونو له پیل، د ۲۰ زیاتو قرآنی او تفسیري رشتو له تاسیس، د لوړو حوزوي مراجعو له خوا د معتبر تفسیرونو  د برابریدا او همدارنګه د قرآن او تفسیري متنونو په برخه کې د بیلابیلو اثارو تولید ته په اشارې سره، د قرآنی معارفو د ژورولو په لاره کې د حوزې د علمي  لور نیونې خبره وکړه. 

دا  لنډه مرکه د حوزې په دیني او معرفتي بدلون  کې د یوه ژور بهیر   انعکاس دی، چې اوس  له یوې پیړۍ  تیریدا وروسته، د غوړیدا  او اغیز شیندنې  په نوي پړاو کې ګام پورته کوي. 

آیت‌الله اعرافی د دغو کلونو په اوږدو کې د حوزې د قرآنی لاسته راوړنو په اړه هم وویل: د حوزې قرآنی فعالیتونه شل چورلیزونه لري، چې د دغو چورلیزونو  تشریح ډیر وخت ته اړتیا لري. دلته په لنډه توګه د دې چورلیزونو  یوې برخې ته ستاسو پام راغواړ و. 

هغه د    کابو  ۱۰  قرآنی مجلو تأسیس یو  چورلیز وباله او وې ویل: پر دې سربیره، له  ۲۰ زیاتو قرآنی او تفسیري رشتو پلي کیدل هم یادولی شو. 

اعرافی وویل: کابو  ۱۰ جامع تفسیرونه د لوړو حوزوي چارواکو  له خوا برابر  شوي، چې د قرآن کریم په برخه کې د حوزې په  ارزښتمنو فعالیتونو  کې راځي. 

د  ایران  د علمیه حوزومدیر د قرآن او تفسیرونو پراخه ترجمه د حوزې د قرآنی فعالیتونو د یوې بلې برخې په توګه یاده  کړه او وې وئيل؛ په دې کلونو کې زرګونه مقالې په بیلابیلو برخو کې ډیزاین شوي او همدارنګه د انساني او ټولنیزو علومو په تمرکز سره د تخصصي تفسیرونو  پایه ایښودل شوې ده. 

د نگهبان شورا غړي د عملیه حوزې  یوه بله برخه او لاسته راوړنه د قرآن او تفسیرموضوع یاده کړه او وویل: په عملیه حوزو کې په بې‌ساري ډول،بیلابیل تفسیرونه په مختلفو ژبو افتتاح شوي دي. 

د خبرګانو شورا مرستیال مشر ټینګار وکړ د حدیثو په  برخې کې هم مهم بدلونونه رامنځته شوي دي.په دې سربیره، په ادبیاتو برخې کې هم وضعیت همداسې و.په پارسی ژبه د اسلامي معارفو منتقلول  اوږد تاریخ لري، چې د قم په حوزې کې خپل اوج ته رسیدلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4281876

captcha