IQNA

په مراکش کې په نندارتون کې د قرآن کریم په ۷۸ ژبو وړاندې کول 

13:25 - May 13, 2025
د خبر لمبر: 3491109
ایکنا – د ملک فهد  د قرآن چاپ مجمع په مراکش کې د «جسور: پلونه» په نوم نندارتون کې د قرآن کریم د ۷۸ ژبو څخه زیاتو ژباړو نسخې وړاندې کوي. 

 ایکنا نیوز  د spa.gov.sa له قوله راپور راکړی، دا نندارتون په مراکش کې دویم او په نړۍ کې د دغې پیښې اووم پړاو دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې په ۱۰ (۲۰ غوای) د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو د وزارت په ملګرتیاپیل شوی او مئ تر ۲۰  (۳۰ غوای) پورې به دوام وکړي. 

د ملک فهد د قرآن چاپ او نشر مجمع په دې نندارتون کې د سعودي عربستان هڅې،چې د قرآن چاپ او د الهی کلام په بیلابیلو ژبو ژباړه ده، نندارې ته اېښې دي. 

د مجمع لخوا چاپ شوي قرآنونه په بیلابیلو اندازو او چاپونوسره،د قرآن کریم ژباړې په ۷۸ ژبو او د قرآن د چاپ او دقیقې ارزونې وسیلې د سعودي عربستان په سټال کې نندارې ته ایښودل شوي آثار دي. 

دا سټال د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی، او دوي د قرآن په چاپ کې د نوې ټیکنالوژۍ کارول، چې د قرآن د متن په ساتنې او د چاپ په دقت کې اغېزمن دي، وستایل. 

یادونه کیږي، د ملک فهد د قرآن چاپ او نشر مجمع د نړۍ تر ټولو لوي د قرآن چاپخونه ده، چې د ۴۰۰ میلیونو څخه زیاتو قرآنونو په تولید سره، دا قرآنونه ئې د قرآن د نشر او په نړۍ کې د اسلامي ارزښتونو د سسټماټیک کولو په موخه ویشلي  دي. 

له دې مخکې، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د مدینې د ملک فهد د قرآن چاپ مجمع له تولیداتو ۱۵۰ زره نسخې قرآنونه د انډونیشیا پلازمېنې جاکارتا ته لېږلي وو، څو د جکارتا د استقلال جومات په «جسور» نندارتون کې وړاندې شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4281964/

captcha