ایکنانیوز د 24.ae له قوله راپور راکوي، نامتو مصري قاري شیخ سید سعید ، د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۷ نېټه زیږېدلی او په بشپړه توګه قرآني چاپېریال کې لوي شوی دی. هغه د اوه کلنۍ له پوره کولو مخکې د خپل کلي په قرآني مکتبخانې کې د شیخ عبده المحمودي عثمان تر څارنې لاندې قرآن کریم حفظ کړ.
که څه هم د هغه قرآني فعالیتونه په دقهلیه کلي کې په آرام سره پیل شول، خو وروسته ئې نوم د دمیاط په ولایت، په ځانګړې توګه په کفر سلیمان سیمې کې مشهور شو. هغه به اکثره ویل: "دا د دمیاط کلی ؤ چې زما نوم ته ئې د 'شیخ' لقب ورزیات کړ، او زه هلته له دې مخکې مشهور شوم چې زما هیوادوال مې وپېژني."
وروسته شیخ سید سعید د مصر د نامتو قاریانو په ډله کې شامل شو او د قرآني محفلونو، غونډو او جوماتونو په پروګرامونو کې ئې له هغوی سره ګډون کاوه. هغه د شیخ محمد صدیق المنشاوي، مصطفي اسماعیل، عبدالفتاح الشعشاعي، محمود علي البنا، ابوالعینین شعیشع او نورو مشهورو مصري قاریانو ترڅنګ تلاوتونه وکړل.
هغه تلاوت چې "سید سعید" یې د قاریانو سلطان کړ
د هغه د یوسف سورې بېنظیره او زړهراښکونکي تلاوت، چې ډېری ئې د هغه تر ټولو غوره ثبت شوی تلاوت بولي، د "سلطان القراء" لقب ته ئې واقعاً وړ کړ. په ۱۹۹۰ لسیزې کې د هغه غږ د مصر بازارونه ونیول، د هغه نوار یا کیسټ ډیر زیات و پلورل شو او د هغه تلاوت د کورونو، دوکانونو او عامه ترانسپورټ له لارې په ټول ښار کې اورېدل کېد.
ډېری په دې اند دي چې د یوسف (ع) سورې دا ثبت د شیخ په ژوند کې اصلي بدلون راوست او دا لویه بریا وه چې هغه ئې مشهور کړ او د "سلطان القراء" مستحق لقب ئې ور په برخه کړ، داسې لقب چې تر نن ورځې پورې د مصري قاریانو ترمینځ ورسره دی.
د هغه مسلک یوازې په مصر پورې محدود نه شو، بلکې په ډېرو هېوادونو لکه اماراتو، لبنان، عراق، ایران، سویس، جنوبي افریقا او اذربایجان کې ئې قرآني پروګرامونه اجرا کړل. هغه د اسلامي هېوادونو د ولسمشرانو او مشرانو له خوا، لکه د پاکستان، لبنان او ایران د ولسمشرانو (د ۱۳۷۶ کال د لیندۍ په میاشت کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په ۱۴مه دوره کې د مشهد په حرم رضوي کې، چې نامتو مصري قاریان لکه ابوالعینین شعیشع، راغب مصطفي غلوش او سید سعید د دغو سیالیو قاضیان وو) له خوا وستایل شو.
شیخ سید سعید د قرآن د مسلکي تلاوت ترڅنګ، د دقهلیه او بیا دمیاط په ولایتونو کې د قرآن د قاریانو د ټولنې د مشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه پراخ تربیتي اغېز درلود، ځکه چې د مصر د نوي نسل یو شمېر قاریان لکه شیخ سعید الخراشي، عصام الامیر او السعید حماده د هغه په لارښوونې سره روزل شوي او د هغه له سټایل ئې پیروي کړې ده.
شیخ سید سعید له یوې ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته وړمه ورځ یعني د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۳، د ۸۲ کلنۍ په عمر کې وفات شو.
ایکنانیوز د خدای بخښلي استاد سید سعید د وسف سورې له ۱۹ تر ۳۱ پورې د آیتونو ویډیوئي کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4284484