ایکنانیوز د bodyandsoul له قوله راپور راکړی، ، کله چې د آسټریلیا ورزشکارې نجلۍ، یاسمین الذوبي، لومړي ځل د اتلیټکس لوبه پیل کړه، د هغې د مور یوې ملګرې په ټیلیفوني تماس کې پوښتنه وکړه: ولې ستا لور په سړکونو کې منډې وهي ؟ هغې لومړي ځل له ښوونځي وروسته په یوه روزونکي ورکشاپ کې له منډې وهلو سره لیوالتیا پیدا کړه. هغه وائي: دوي له مونږ ه غوښتل چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ میتره منډه ووهو . خو زه حتی ۲۰ میټره هم منډه نه شم وهلی او سا مو بندیږي.
په داسې حال کې چې نور تسلیم شول او قسم ئې وخوړ چې منډه وهل به پرېږدي، د یاسمین ناتواني چې دا واټن کچ کړي، د هغې هوډ ئې لا پیاوړی کړ. هغې غوښتل چې غوره کار وکړي، څو ځان ته ثابته کړي چې د سم فکر او زیار او سخت کار سره هر څه ممکن دي.
د محجبه ښځو لپاره د خوندي چاپېریال جوړول
له اتلیټیکس او منډې وهلو سره د هغې نوي لیوالتیا د فټنس د بدن د جوړولو لپاره په هغې کې ګروهنه زیاته کړه .یاسمین کراسفټ ته واریده شوه ، خپل فزیکي ځواک ئې زیات کړ او د بارفیکس، اسکات او ډېډلیفټ په څېر تمرینونو ترڅنګ ئې اتلیټکس او منډې وهلو ته لومړیتوب ورکړ. هغې پریکړه وکړه چې د ماراتن لپاره تمرین او اکسرسایز وکړي. له دې امله چې اوږده منډه وهل د اړین واټن لپاره د کافي چمتووالي تمرین ته اړتیا لري، هغې د مندې وهلو د روزونکو کلبونو لټون پیل کړ. که څه هم هغې د سېډني په ماراتن کلب کې د خپلو پخوانیو ملګرو سره ولیدل، خو دا کار له ننګونو پرته نه ؤ.
هغه وائي: زمونږ موخه د نورو خلکو حذفول نه دي. مونږ د منډې وهلو یا مراتن په کلب کې د غیرمسلمانانو ترڅنګ منډه وهلې ده. دا د چا د حذفولو معنا نه لري، یوازې د سترمنو او حجاب لرونکو انجونو اوښځو لپاره د یوه چاپېریال برابرولو معنا لري او هغوی ته وائي چې تاسو یوازیني کسان نه یاست چې حجاب لري.
د جنورئ میاشت له پیل راهیسې، د سېډني د مسلمانانو میراتن یا منډې وهلو کلب یوه ټولشموله فضا ګرځېدلې چې خلک سره یوځای کوي. دمنډه وهلو او اتلېټیکس د منظرې دډولوالي له زیاتېدو سره، د یاسمین د مدیریت په وجه ، د مسلمانې ټولنې منډه وهل او اتلټیکس لوبو کې برخه اخستل احساس کوي چې ملاتړ ئې کیږي او په دې ورزش کې خپلې موخې تعقیبوي، ځکه پوهیږي چې د قضاوت له ویرې پرته په یوه ځای کې فعالیت کولی شي.
بدلون رامینځةکونکی او روحیهبخښونکی اقدام
یاسمین وائي: پنځه کاله وړاندې د منډې وهلو د لوبې موضوع ډېره مطرح نه وه او مونږ دومره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه درلود چې پوهه شو منډې وهل او اتلیټیکس یوه په زړه پورې ښکارنده ده.
https://iqna.ir/fa/news/4283205