IQNA

  د نړۍ تر ټولو لوی قرآن د مکې په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شو

13:11 - June 09, 2025
د خبر لمبر: 3491246
ایکنا - د نړۍ تر ټولو لوی قرآن او د قرآن کریم نادر نسخې د مکې مکرمې په قرآن کریم موزیم کې د دایمي نندارتون په توګه نندارې ته وړاندې شوې دي.

 ایکنانیوز د بوابه العین الاخباریه له قوله راپور راکړی،، دغه نندارتون د حرا کلتوري ساحې په یوې برخې کې جوړ شوی، چې د جبل النور په څنګ کې موقعیت لري، داسې ځای چې د قرآن کریم لومړني آیتونه پکې نازل شوي دي. دا میوزیم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لیدونکي  جلبوي، څو د قرآن کریم نادرې  نسخې وګوري او د بېلابېلو دورو  د خطاطۍ د  تکامل په اړه  هم معلومات ترلاسه کړي.

دا میوزیم، چې تېر رمضان میاشت پرانېستل شوی، د سمایا شرکت لخوا اداره کېږي او د نور غره په لمنو کې موقعیت لري. د دغه نندارتون موخه د قرآن کریم د تاریخ په اړه هراړخیزه تعلیمي تجروبه وړاندې کول دي، چې د خطي نسخو او تعاملي نندارتونونو له لارې ترسره کېږي.

عرضه بزرگترین قرآن جهان در موزه مکه

د سمایا شرکت اجرایوي مشر فواز بن عبدالله المحرج،وویل، چې دا میوزیم د قرآن کریم د کتابت او ساتنې د طریقو په اړه جامع معلومات وړاندې کوي. د نړۍ تر ټولو لوي قرآن، چې په یوه ځانګړي تالار کې نندارې ته کیښودل شوی، د پخوانیو نسخو ترڅنګ، چې د قرآنی خطاطۍ د تکامل مراحل ښئي، نندارې ته وړاندې شوی دی.

عرضه بزرگترین قرآن جهان در موزه مکه

دا میوزیم تعلیمي ماډلونه لري، په تیره بیا  د حرا غار ماکت، چې لیدونکو ته اجازه ورکوي هغه چاپېریال تصور کړي، چې د قرآن کریم نزول په کې پیل شوی دی. تاریخي نسخې په داسې تالارونو کې نندارې ته ایښودل شوي، چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د لیدونکو معرفتي او معنوي درک لوړوي.

عرضه بزرگترین قرآن جهان در موزه مکه

یوه لیدونکي عبدالباسط، د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې دا نندارتونونه د قرآن کریم د اهمیت په ژور درک کې مرسته کوي او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې ئې رول وستایه. د حرا کلتوري ساحې مدیر فهد الشریف،  هم ټینګار وکړ، چې دا میوزیم د مکې د کلتوري او مذهبي تجربې د لوړولو په موخه د  ټولو لیدونکو هرکلی کوي.

عرضه بزرگترین قرآن جهان در موزه مکه

https://iqna.ir/fa/news/4287150

captcha