ایکنانیوز د الجزیره خبری چینل له قوله راپور راکړی، د آزادې غوښتنې ګوند (هدی پار) یو وړاندیز کړی، چې له مخې ئې دولتي او خصوصي سکټور کارکوونکو ته د جمعې د لمانځه پر مهال رسمي رخصتي ورکول کېږي، څو دوي دا دیني فریضه په منظم او قانوني ډول، پرته له دې چې د دوی د کار ساعتونه کم شي، ترسره کړای شي.
دغه ګوند په خپل وړاندیز کې ټینګار کړی، چې د عبادت آزادي یو قانوني حق دی، چې باید وساتل شي او دا اقدام به د کارکوونکو معنوي ارامتیا او د کار او ژوند ترمینځ توازن زیات کړي.
په دې وړاندیز کې، چې د ګوند د مشر او د استانبول د استازي ذکریا یاپچي اوغلو په مشرۍ د ګوند استازو لاسلیک کړی، د حکومتي خدماتو قانون او د کار قانون کې د بدلون راوستلو غوښتنه شوې، څو یوه ماده اضافه شي، چې د جمعې په ورځو کې د اووننۍ رخصتي اجازه ورکړي.
تر اوسه، دا وړاندیز لا هم د قانون جوړونې په بحث کې دی او تر اوسه په لازمالاجرا قانون نه دی بدل شوی. تمه کېږي، چې دا وړاندیز به د عمومي غونډې لپاره د چمتووالي په موخه د پارلمان اړوندو کمېټو ته واستول شي.
که دا وړاندیز تصویب شي، ټولو کارکوونکو ته، په شمول د خصوصي سکټور کارکوونکو، د جمعې د لمانځه لپاره کافي وخت ورکړل شي.
د هدی پار ګوند د بشري حقونو او قانوني چارو مشر په دې اړه وویل: د ترکیې د اساسي قانون ۲۴ ماده د دین آزادي او د افرادو حق تضمینوي، چې خپل دیني اعمال ترسره کړي. دا قانوني ماده روښانه کوي، چې دا ماده نه یوازې دولت دې ته اړ باسي، چې د دیني باورونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې دا دولت پابنده کوي، داسې شرایط برابر کړي، چې دیني اعمال په آزادانه او خوندي ډول ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم د عبادت آزادي د اساسي قانون له خوا خوندي ده، خو دا یوازې کافي نه ده. د عملي ستونزو د حل او د مختلفو تفسیرونو د یووالي لپاره، چې د دې حق په عملي کولو کې خنډ جوړوي، قانون جوړونې ته اړتیا ده. د جمعې لمونځ په اسلام کې یوه بنسټیزه فریضه ده، چې په جماعت سره ترسره کېږي، خو د کاري ساعتونو سره ئې هممهالي کله ناکله کارکوونکي له دې کار څخه منع کوي، چې دا د نفسیاتي ناراحتۍ، په کاري چاپېریال، کاري امنیت او تولیدي وړتیا باندې ناوړه اغېز کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4293340