ایکنا نیوز د خلیج نیوز له قوله راپورراکړ، د ملک فهد کمپلیکس له خلکو غوښتي چې د «مصحف مدینه» هوښیاریا سمارټ اپلیکیشن څخه استفاده وکړي چې د ورش له نافع روایت سره د قرآن یوه ډیجیټلي نسخه په لوړ دقت سره وړاندې کوي.
ددغه مجمع یا کمپلیکس په اعلامیې کې ویل شوی دي دا اپلیکیشن د غوره قرآني اپلیکیشنونو په ډلې کې راځي چې په کیفیت او د قرآن د متن په دقیق وړاندې کولو تمرکز لري او په عین حال کې کاروونکو ته یو ساده او مسلکي تجربه برابروي.
هوښیار یا هوشمند مصحف مدینه اپلیکیشن د ملک فهد مجمع له هغو پرمختللو ډیجیټل فعالیتونو څخه دی چې د دغه مجمع د ډیجیټل بدلون ستراتیژۍ برخه ده، څو د قرآن کریم معتبرې نسخې په بېلابېلو ډیجیټل پلیټ فورمونو کې خلکو ته ورسوي.
د دې اپلیکیشن کارول ډېر اسان دي او د قرآن د مطالعاتو له متخصصینو رانیولې تر عادي لوستونکو پورې ټولو کاروونکو ته مناسب دی.
د اپلیکیشن ځانګړتیاوې
دا ځانګړتیاوې د قرآن په اړه د کاروونکو پوهه لوړه وي او هغوی د قرآن د نص او تاریخي پس منظر سره نښلوي.
اپلیکیشن همدارنګه د متقابل دقیق فهرستونو لرونکی دی چې کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې په اسانۍ سره د سورو، سپارو او پاڼو ترمینځ ولټول شی .
په دې کې یو پرمختللی لټون څانګه هم شته چې کاروونکو ته اجازه ورکوي په خورا چټکۍ او دقت سره د قرآن هر آیت، کلمه یا د کلمو برخې ولټوي.
د ملک فهد قرآن مجمع له ټولو هغو کسانو غوښتي چې غواړي دا اپلیکیشن ډاونلوډ کړي، د دې مجمع رسمي ټولنیزو چینلونو ته ورشي، ځکه هلته د بېلابېلو سیستمونو لپاره مستقیم ډاونلوډ لینکونه او د نصبولو طریقې موجودې دي.
د ؛مصحف مدینه څه دی؟
مصحف مدینه د قرآن هغه چاپي نسخه ده چې د ملک فهد مجمع له خوا خپره شوې او د نړۍ په کچه د قرآن له تر ټولو بااعتباره نسخو څخه ګڼل کېږي. دا نسخه په ډېرو اسلامي هېوادونو کې کارول کېږي.
هوښیارول یا هوشمند کول (سمارټ)څه معنی لري؟
هوښیارول په یوه موبایل یا وېب اپلیکیشن کې د مصنوعي هوش،لرننګ مشین او د معلوماتو د تحلیل ټیکنالوژیو په وسیله د هوښیارې ځانګړتیاوې اضافه کولو ته ویل کېږي. دا کار د اپلیکیشن فعالیت لوړوي، د کاروونکي تجربه ښه کوي او شخصي شوي خدمتونه وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4294484/