ایکنا نیوزد مصري الیوم له قوله راپور راکړی، دا هندي قرآن به د مدینې د قرآن میوزیم ته یو ارزښتناک اثر ور زیات کړي او د اسلامي خطاطۍ هنر او د قرآن کریم د نادرو نسخو د ساتنې په اړه د مسلمانانو پخوانۍ هڅې به خلکو ته وښيي.
ویل کېږي چې دا قرآن په ډېر دقت او ځانګړې پاملرنې سره لیکل شوی دی او د هندوستان د مسلمانانو د غني فرهنګي او هنري میراث څرګندونه کوي. تمه ده چې د مدینې په میوزیم کې به د دې نسخې ننداره د لیدونکو او محققینو پام ځان ته راواړوي او هغه ستړې کوونکې هڅې به رابرسیره کړي چې په پېړیو پېړیو کې د قرآن کریم د لیکلو او ساتلو لپاره شوې دي.
د «اونلي کشمیر» (Only Kashmir) ورځپاڼې د راپور پراساس، د مدینې قرآن کریم میوزیم یو مهم تاریخي او فرهنګي ځای دی چې هدف ئې د قرآن کریم د عظمت څرګندول دي او د اسلامي نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د قرآن کریم ګڼې نادرې او خطي نسخې پکې خوندي شوې دي.
د هندوستان د دغه خطي قرآن نندارې ته وړاندې کول به په میوزیم کې د نندارې د اثاروډولوالی لا زیاته کړي او دا به وښئي چې قرآن کریم په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.
تمه کېږي چې د دغه قرآن د رسمي نندارې نېټه به ژر اعلان شي څو لیدونکي وکولای شي دا تاریخي او هنري شاهکار له نږدې وګوري.
https://iqna.ir/fa/news/4295452