ایکنانیوز راپور راکوی، ایت الله اعرافي د اسد یا مرداد د میاشتې په څلورمه نېټه، د قم ښار د حوزې مدیریت په مرکز کې یوې خبري ناستې ته وویل:مونږ د تېرو دوو کلونو د شهیدانو، په تیره بیا د ۱۲ ورځني تپلی جنګ د شهیدانو یاد تازه کوو. د فلسطین له خلکو، په ځانګړي ډول د غزې له مظلومو خلکو سره خواخوږي څرګندوو، او دښمنانو ته د شر د بېرته ورګرځېدو دعا کوو."
آیتالله اعرافی وویل: د امناءالرسل کانګرس موخه دا ده، چې هغه دیني مشران معرفي شي، چې په ایران او سیمې کې اغېزناک وو، او د ټولنیزو، سیاسي او کلتوري بهیرونو برخهوال وو."
هغه زیاته کړه: د دې کانګرس تمرکز د قم او نجف پر دوو تاریخي حوزو دی، چې د تشیع فکر، فرهنګ او ایمان بنسټونه دي. د دغو دواړو حوزو له مهمو علمي او کلتوري څېرو سره به د ملت پېژندنه وشي."
اعرافی وویل: موخه دا ده چې د دغو دیني شخصیتونو ژوند د ځوان نسل لپاره د نمونې په توګه معرفي شي. له همدې امله یو لړ ناستې جوړې شوې، کتابونه خپاره شوي او د نورو ژبو ژباړې هم روانې دي."
نوموړي په ځانګړي ډول وویل: شهید سیدحسن نصرالله د رهبر معظم له شخصیت سره ژور عشق درلود، او ستر شخصیتونه ئې وروزل. هغه یو سیاسي، انقلابي او فرهنګي مکتب جوړ کړ، چې مونږ غواړو دا مکتب معرفي کړو."
نوموړي د مرحوم آیتالله العظمی صافي گلپایګاني شخصیت ته په اشارې وویل: هغه د مهدوي، کلامي، فقهی او اصولي علومو استاد و، د ده آثاروباندې به بیا کتنه وشي، خپاره او وبه ژباړل شي."
همداراز،اعرافی د آیتالله شهرستاني یادونه وکړه او ویې ویل:هغه یو مهم، خو لږ پېژندل شوی عالم و، د ده شخصیت ځوان نسل ته یوه رڼا لاره ښيي."
اعرافی د حوزې د سل کلن تاریخ نمانځغونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د دې غونډې مهم ټکی، د رهبر معظم ستر پیغام و، چې د حوزې د راتلونکو کلونو د حرکت بنسټ دی.
https://iqna.ir/fa/news/4296420