ایکنانیوز د ارم نيوز په حواله راپور راکړد هسپانيې د رئال والادوليد سپورټي کلب مدير،، ويکتور اورتا، د دې ټيم د مراکشي لوبغاړي محمد جوب، د معرفي کولو لپاره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د قرآن کريم د آيتونو په يادولو سره ګډونوال حيران کړل.اورتا خپلې خبرې د نجم سورې د ۳۹، ۴۰ او ۴۱ آيتونو په يادولو سره پيل کړې: «وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى» او وې ويل: انسان يوازې د خپلې هڅې میوه ترلاسه کوي او بدله به ورکړل شي. هيله ده چې دا بدله په دې کلب کې ستا بريا وي، چې دا به د مونږ ټولو لپاره بريا وي.دا نوښت، چې د هسپانوي لوبغاړو د معرفي کولو په مراسمو کې غير معمولي کار دی، يو کلتوري اقدام دی چې موخه ئې د مراکشي لوبغاړي د هڅو قدر کول او د هغه د شخصي ژمنتيا د اهميت روښانه کول دي.يادونه وشوه چې د دغه مراکشي لوبغاړي د رسمي معرفئ مراسم، چې ټاکل شوې وه د اګست په ۵ ترسره شي، د ژباړن د نه شتون له امله وځنډېدل. د رسمي معرفي مراسمو پر مهال، اورتا ټينګار وکړ چې محمد جوب د دې کلب «لومړی انتخاب» دی.په همدې مراسمو کې، دې ۲۳ کلن لوبغاړي له دغه ټيم سره د خپل راتلونکې په اړه وويل: زه اوس د رئال والادوليد په اړه فکر کوم. سږ کال ډېر مهم دی او زه غواړم ډېر او غوره تمرين وکړم څو وکولای شم ښه لوبه وکړم.
https://iqna.ir/fa/news/4301208