ایکنانیوز د نیوز روم ویبپاڼې له قوله راپور راکوي، د الازهر پوهنتون، چې مشري ئې سلامه جمعة داود کوي، د «حافظانو لخوا په یوه ورځ کې د قران ختم» طرحې د پیل خبر ورکړی، چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو حافظانو ته ځانګړې شوې ده.
دا طرحه د الازهر د شیخ احمد الطیب، د لارښوونو په چوکاټ کې، د الازهر مرستیال محمد الضوینی، په ملاتړ او د الازهر موسسو د برخې د مشر شیخ ایمن عبدالغني، په تعقیب سره ترسره کیږي.
دا پلان محصلینو ته دا فرصت ورکوي چې د حفظ کړي قران کریم تلاوت د الازهر موسسو د برخې د قراني چارو عمومي ادارې څخه د غوره شويو ماهرو حافظانو یوې ډلې لپاره وکړي. دا نوښت د الازهر رسالت د خدای د کتاب خدمت ته پیاوړی کوي او نوي نسلونه له قراني علومو سره د ژمنتیا او د تلاوت د ښه کولو لپاره هڅوي.
دا پیښه د الازهر له قران کریم سره د ژمنتیا، د تلاوت د ثبات او تلاؤت لپاره د وسیلې په توګه د قران د ځائيګي د تثبیت او د اوسنيو نسلونو د پخوانیو نسلونو د حفظ او تلاوت علومو سره د نښلولو په چوکاټ کې ترسره کیږي.
له بلې خوا، د مطروح والي، جنرال خالد شعیب، د الازهر، که مسجد وي که پوهنتون، د الازهر شیخ ډاکټر احمد الطیب، او د الازهر پوهنتون مشر سلامه جمعة داود، تر مشرۍ لاندې، د مصر د پرمختیائي بهیر په ملاتړ کې د هڅو ستاینه وکړه.
د مطروح والي د الازهر پوهنتون څخه مننه وکړه چې په مطروح ولایت کې یې د نجونو لپاره د الازهر پوهنځی پرانیست، څو د ولایت د نجونو خدمت وکړي او د سفر بار کم کړي.
هغه همدارنګه د الازهر پوهنتون او د مطروح پوهنتون ترمنځ د علمي او اکاډمیکې په ملګرتیا او ادغام خوښي څرګنده کړه، چې موخه ئې د تخصص تبادله او په مطروح ولایت کې د پوهنتوني تعلیمي سیسټم پرمختګ سره مرسته کول دي.
د مطروح والي د ټولو هغو هڅو هرکلی وکړ چې د دغه ولایت د زامنو او لوڼو خدمت او د تعلیمي او څیړنیزو خدمتونو د کچې لوړولو لپاره دي، کوم چې د مصر د ۲۰۳۰ لید په ملاتړ د مطروح ولایت پراخې پرمختیا سره مرسته کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4301403